لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه:د وسله والو په برید کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس عسکر وژل شوی


د پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې یو پولیس عسکر باندې ناتاره ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ د سیمې نه د پولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل په باړه کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي‌ ډي) په یو عسکر انعام الله ناتاره ډزې کړي.

سرچینې وایي په دغو ډزو کې انعام الله سمدستي مړ شوی اؤ ترهګر له برید وروسته تښتیدلي دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې خو په پښتونخوا کې چې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي څومره بریدونه شوي هغې کې د اکثرو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې ډاعش منلې دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم باړه کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته وسله والو برید کړی ؤ چې په کې یو د پولیس اؤ دوه د ایف سي عسکر ژوبل شوي وؤ.

د خیبرپښتونخوا پولیسو د جولایي په میاشت کې پخپل جاري کړي رپورټ کې ویلي وؤ، سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

قبایلي ضلعو کې دامنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دترهګرو ډلو لپاره پولیس په نخښه کول یو اسان هدف وي ځکه اوس اکثره ترهګرې ډلې په پولیسو بریدونو ته اولیت ورکوي.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ ویلي، په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا دننه اؤ په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې ترهګرې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې فعالې شوې اؤ پیاوړې شوې دي اؤ خپله جنګې تکلاره یې هم بدله کړې ده.

هغه وایي وړاندې به وسله والو په عامو ښارونو، بازارونو اؤ ولسي مقاماتو کې بمي چاودنې اؤ ځانمرګي بریدونه کول خو وایي که نزدې وختونو کې دترهګرۍ د شوؤ واقعاتو په غور ارزؤنه وکړل شي نو معلومیږي چې اوس دغو وسله والو ډلو د ولسي مقاماتو پرځاي په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونو ته اولیت ورکړی دی.

ناصر داوړ وایي ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې دامریکې نه پاتې شوې وسلې په لاس ورغلي، خپل اختلافونه یې ختم کړي اؤ داسې دا ډلې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې پیاوړې شوې دي.

خبریال داوړ وایي پولیس د ترهګرو لپاره ځکه یو اسان هدف وي چې یو خو پولیس دترهګرۍ په وړاندې دمقابلې لپاره لکه د پوځ روزنه نه لري اؤ بل وسلې هم ورسره هغه نه دي چې دترهګرو مقابله پرې وکړی شي نو ځکه ترهګر په اسانه پولیس خپل هدف جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG