د فیفا د ښځینه فوټبال ټورنمنټ د سېمي فاینل په وروستۍ لوبه کې انګلېنډ د کوربه هېواد اسټرېلیا لوبډلې ته د یو په مقابل کې په درو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره فاینل ته لاړه.
د شورو- چارشنبې په ورځ په سیډني کې شوې دې لوبه کې د انګلېنډ لوبغاړې ایلا ټون د لوبې د لومړۍ نیمایي پر 36م منټ ګول وکړ، هغه وایي دا یې په لوبو کې د ژوند تر ټولو "غوره شاټ" وو.
د لوبې د لومړۍ نیمایي په ختمېدو سره لوبه د 0-1 په مقابله کې د انګلېنډ په حق کې وه، خو بیا د اسټرېلیا لوبغاړو لوبه تېزه کړه او په نتیجه کې یې د دوی تکړه لوبغاړې سېم کېر ګول وکړ او لوبه برابره شوه.
پر 71م منټ د انګلېنډ بلې لوبغاړې لاورین هیمپ د اسټرېلیا د لوبغاړو د دفاع له تېروتنې ګټه واخیسته او ګول یې وکړ. په 86م منټ باندې الیسیا روسو درېیم ګول وکړ او له دې سره انګلېنډ د یو په مقابل کې په درو ګولونو لوبه وګټله.
د اګست پر 20مه به د فیفا د ښځینه فوټبال ټورنمنټ فاینل د انګلېنډ او سپېن تر منځ کېږي او دا دواړه لوبډلې په لومړي ځل د ښځو په نړیوال کپ کې پایلوبې ته رسېدلې دي.
د سپېن د ښځو فوټبال لوبډلې د نهې- سه شنبې په ورځ په لومړي سېمي فاینل کې سویډن ته د یو په مقابله کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره په لومړي ځل د فیفا د ښځینه فوټبال ټورنمنټ فاینل ته ووته.
سویډن په دې سېمي فاینل لوبه کې له ماتې خوړلو سره په تېرو درو لسیزو کې په پینځو فوټبال ټورنمنټونو کې څلورمه سېمي فاینل لوبه وبایلله او له دې سره د فیفا له ښځینه ټورنمنټه بهر شو.
د سویډن فوټبال لوبډلې تر اوسه نړیوال کپ نه دی ګټلی، خو ور نیژدې شوې ده چې په 2003م کې په دویم نمبر او درې ځله پر درېیم نمبر راغلې ده. سویډن دوه کاله مخکې د ټوکیو په اولمپیک او د برازیل د 2016م کال په لوبو کې د سپینو زرو میډلونه ګټلي وو.
د سپېن د ښځو فوټبال لوبډلې په ټولیز ډول دا درېیم ځل دی چې په فاینل کې به لوبېږي. دا لوبډله څلور کاله مخکې هم د ناک آوټ پړاو ته تللې وه، خو پر امریکا یې هغه لوبه بایللې وه.
د فیفا د 2023م کال د درجه بندۍ له مخې دا مهال د امریکا د ښځو لوبډله لومړۍ، جرمني دویمه، سویډن درېیمه، انګلېنډ څلورمه، فرانس پینځمه، سپېن شپږمه او ورپسې د کېنېډا، برازیل، نیدرلېنډ، اسټرېلیا، جاپان او نورو هېوادونو لوبډلې دي.
د فیفا په سږني ښځینه فوټبال سیالیو کې د افغان مېرمنو لوبډله شامله نه ده، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لوبډله اسټرېلیا ته تللې او فیفا یې په رسمیت نه پېژني. د امریکې د کانګرس غړو په یو تازه خط کې له فیفا غوښتي چې د افغان ښځینه لوبغاړو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او د لوبو موقع ورکړي.
Forum