لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي په ګوانټانامو کې قید د 9/11 حملو ملزمان که اقبال جرم وکړي، ممکن د مرګ د سزا نه بچ پاته شي


د 9/11 حملو اهم ملزم خالد شیخ محمد چې د امریکا په قید کې دی
د 9/11 حملو اهم ملزم خالد شیخ محمد چې د امریکا په قید کې دی

په امریکا کې د 2001 کال د 11 م سپټمبر د حملو نه شاوخوا دوه ویشت کاله تېریږي او د هغې حملې په تړاو کې یو شمېر ملزم کسان د لسو کالو نه ډېره موده د امریکا په قید کې پاته دي چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

اوس د امریکا دفاع وزارت او د پلټنو فډرل ادارې – اېف بي آی – د 11 م سپټمبر په حملو کې د وژل شوو زرهاوو کسانو ځینو رشته دارانو ته خبر ورکړی چې د بندي پاته شوو ملزمانو په قضیه اوس غور روان دی چې که هغوی خپل قصور ومني (اقبال جرم وکړي)، نو ممکن د تېزندۍ سزا نه بچ پاته شي.

د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو رشته دارانو ته دا خبر، هغو ته په استول شوي خط کې ورکړی شوی او د دې خط یوه کاپي اسوشیټډ پرس خبري ادارې هم ترلاسه کړې ده.

یو نیم کال وړاندې د امریکا پوځي څارنوالانو او قانوني وکیلانو په دې کار پیل کړی و چې د هغو قیدو کسانو قضیې ته یوه د حل لاره پیدا کړي.

د یوولسم سپټمبر د حملو په تړاو خالد شېخ محمد او څلور نور کسان اوس دستي په ګوانتانامو زندان کې د امریکایي قواوو په حراست کې پاته دي. خالد شیخ محمد د یوولسم سپټمبر د حملو د ترکیب معمار ګڼل کیږي. د دغو پېنځو تنانو عدالتي کاروايي څو څو ځله د ځنډ ښکار شوې، په خصوص په دې دلیل چې د سي آی اې په حراست کې د پلټنو په وخت، هغوی ته شکنجه ورکول شوې وه او دا خبره په عدالتي کاروایي کې پوښتنې راولاړولی شي. د دې کسانو عدالتي سماعت ته کومه نېټه نه ده ټاکلی شوې.

د پنټاګان او اېف بي آی په خط کې ویلی شوي: "د مشر سرکاري وکیل دفتر په خبرو اترو لګیا دی او په دې غور کوي چې د عدالتي کاروایۍ نه مخکې د اقبال جرم لوظونه یا پي ټي اې ترسره شي."

په خط کې دا هم ویلی شوي چې "تر اوسه د اقبال جرم کوم لوظ نه دی حتمي شوی او ممکن هېڅ حتمي نشي، خو دا امکان شته چې په دې قضیه کې د دغسې یو لوظ ترسره کېدل، ملزمانو ته د مرګ د سزا امکان ختم کړي."

د یوولسم سپتمبر په حملو کې قریب درې زره کسان ووژل شول، او د هغو ځیني رشته دارانو غوسه څرګنده کړې چې ولې باید تر اوسه په دې قضیه کومه فیصله نده شوې. د امریکا پوځي څارنوالانو وعده کړې چې د هغوی خیالات په پام کې ونیسي او پوځي چارواکو ته یې ورسوي، کوم چې د اقبال جرم د معاملې په منلو باندې حتمي فیصله کولی شي.

دا خط د اګسټ په وړومبۍ نېټه لیکلی شوی او ځینو کورنیو ته په روانه هفته کې رسېدلی، کوم کې چې ورنه غوښتنه شوې چې جواب، کوم نظر، او یا خپله پوښتنه د ګل/دوشنبې تر ورځې پورې اېف بي آی ته ولیږي. اېف بي آی د شورو/چهارشنبې تر ورځې د دې خط په اړه څه تبصره رسنیو ته نه ده کړې.

د 2001 کال په 11 م سپټمبر، د القاعده تندلارې ډلې سازشګرانو، د مسافرو ډک هوایي جهازونه اغوا کړل او د یو میزائیل په شان یې د نیویارک ورلډ ټرېډ سنټر په دنګو ودانیو او واشنګټن ته څېرمه د پنټاګان په ودانۍ یې وجنګولې. څلورم جهاز چې هم په همدې مقصد واشنګټن خوا ته روان و، په پېنسلوېنیا ریاست کې رانسکوره شو.

د هغې پېښې د پلټنې په اړه د امریکا ځانګړي کمېشن وویل چې د دې حملې نظریه اول کې خالد شېخ محمد د القاعده مشر اسامه بن لادن ته ورکړې وه او بن لادن ورته د دې حملې د سمبالولو امر کړی و.

په څلورو نورو ملزمانو دا تور دی چې په مختلفو طریقو یې د حمله کوونکو سره مرسته کړې وه.

هماغه حملې وې چې وروسته یې امریکا په انتقام کې په افغانستان حمله وکړه، د طالبانو اول حکومت یې رانسکوره کړ، ورپسې شل کاله افغانستان کې جنګ روان و، او امریکایي ځواکونو د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ آباد کې او بیا دویم مشر، اېمان الظواهري یې د طالبانو د واک لاندې کابل کې ووژلو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG