پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد په ترنول سيمه کې جلسه راجوړه کړې، وايي د امنيت، بې درکه خلکو د خوشي کولو او پښتنو د حقونو غوښتو دپاره جلسه کوي.
په اسلام اباد کې د پي ټي اېم رابطه کار کامران د وي او اې ډيوه خبريال ارشد حسېن ته ويلي، د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو سيمو نه قافلې د اسلام اباد جلسې ته ور روانې دي خو تور یې لګولی په بېلابيلو سيمو کې د دوی کسان نيول شوي دي.
هغه وويل، د تېرې شپې راهسې په سوات، پېښور او نورو سيمو کې د پي ټي اېم د مشرانو او غړو په کورونو چاپې وهل شوي او دعوه یې وکړه، د دوی د 400 پورې کسان پوليسو نيولي دي.
د خېبرپښتونخوا پوليسو په رسمي ډول دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم په فېس بک ویلي، غړو ته یې لارې بندې کړی شوي، پوليس پرې د تشدد او ګرفتارولو هڅې کوي.
د ډيوه بل خبريال عدنان بېټني ترمخه، د پي ټي اېم غړو ورته ویلي، قافلې یې د اسلام اباد ترنول ته رسېدلي خو د خېبرپښتونخوا پوليسو په لارو کې نيولي او ځورولي دي.
خو پوليسو ويلي په صوبه کې 144 ماده لګول شوې او د دغه مادې د سرغړونې په سر کسان نيول شوي دي.
کامران ویلي، دوی په اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو، بې درکه کسانو د خوشي کولو او د امنیت د غوښتنې دپاره جلسه کوي.
منظور پشتين دوه ورځې وړاندې اعلان کړی وو، په اسلام اباد کې به د سپريم کورټ مخې ته جلسه کوي.
د اسلام اباد پوليسو پرون ماښام په اېکس (ټویټر) ویلي وو، په اسلام اباد کې 144 دفعه نافذ ده په هر ډول غونډه بنديز دی، که څوک د قانون سرغړونه کوي پرضد به یې کارروايي کولی شي.
کامران ویلي، پرون د ناوختې پورې یې د کورنيو چارو د نګران مرکزي وزير سرفراز بګټي او نورو چارواکو سره خبرې شوي دوی د سپريم کورټ مخې ته د جلسې څخه منع کړل شوي او ورته ويل شوي هلته خطره ده.
هغه زياته کړې دوی ته بيا په ترنول کې د جلسې اجازه ورکړل شوې او جلسه به هم هلته کوي.
Forum