لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند 90 ورځو کې دننه انتخاباتو لپاره سپریم کورټ ته د تګ اعلان وکړو


پاکستان تحریک انصاف ګوند په 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو کولو لپاره سپریم کورټ ته د تګ اعلان کړی دی.

دخالي په ورځ اسلام اباد کې دپارټۍ دنورو مشرانو سره یو ځای یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دتحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي ویلي دي دپاکستان ایین په 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو کولو په اړه واضحه دی ؤ که ددې نه سرغړونه وشوه نو دا به غیر اییني ګام وي.

هغه وویل هرکله چې حکومت خپله موده پوره کړي نو ایین وایي چې په 90 ورځو کې دننه به نوي انتخابات کیږي خو اوس ویل کیږي چې نوې حلقه بندۍ به کیږي اؤ انتخابات به هغې وروسته کیږي.

ښاغلي قریشي وویل دنوې سرشمېرنې په اړه د ګډو مفاداتو دکونسل پرېکړې به د پي ټي‌ایي له لوري وکیل سلمان اکرم راجا په سپریم کورټ کې چیلنج کوي.

دپاکستان قامي اسمبلي په نهم اګست ماته کړل شوې ده چې دهغې نه وروسته دایین له مخې په 90 ورځو یعنې سږکال دنومبر میاشت کې انتخابات کول اړین دي خو الیکشن کمیشن روانه اوونۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوې سر شمیرنې د نتیجو مخې ته له راتلو وروسته په مرکزي اؤ صوبایي کچه نوې حلقه بندیو باندې دسمبر پورې وخت لګیدلی شي.

دالیکشن کمیشن وینا ده چې د راتلونکو انتخاباتو نه وړاندې 2023 کال کې په رسمي توګه دخپرې شوې سر شمیرنې د نتیجو په اساس نوې حلقه بندۍ کول دقانو اړینه تقاضه ده .

په پاکستان کې ځینې سیاسي حلقې بیا دا ګنګوسې هم کوي چې کیدای شي انتخابات د راتلونکي کال د فرورۍ میاشت کې وشي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG