روس د اوکراین له مرکز کیف څخه شمال لوري ته د چرنیهیف ښار مرکزي چوک ته نیژدې د میزایل تازه برید کړی، چې د چارواکو په وینا د یو شپږکلن ماشوم په ګډون اووه تنه پکې وژل شوي.
روس تر اوسه د دې برید او پکې د عامو خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د عامو خلکو پر ودانیو د بریدونو دعوې رد کړې دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي، روسي ځواکونو دا برید د شنبې- خالي په ورځ په داسې وخت کړی چې خلک د یوې مذهبي رخصتۍ د لمانځلو لپاره یوې کلیسا ته روان وو.
وزارت وایي په برید کې 129 تنه ټپیان شوي هم دي، چې وایي هغوی کې هم 12 ماشومان او 10 تنه پولیس افسران دي، خو د اوکراین صدر پر ټویټر 144 تنه ټپیان یاد کړي چې وایي 15 پکې ماشومان دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټیلیګرام باندې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې تر خاورو خځلو لاندې یوه موټر کې د یو مړي په ګډون په ممکنه توګه د دې تازه برید بوږنوونکي عکسونه ښوول شوي دي.
صدر زلنسکي چې دا مهال سویډن ته په رسمي سفر تللی او غواړي د دې هېواد له مشرانو سره د 313 میلین ډالرو نوې پوځي مرستې په اړه خبرې وکړي، پر ټیلیګرام یې لیکلي:
"یو روسي توغندي زموږ د چرنیهیف ښار مرکز، چوک، پولیټیکنیک پوهنتون او یو تېټر په نخښه کړي دي. یوه عادي ورځ وه چې روس د درد او زیان په ورځ بدله کړه".
ولسمشر زلنسکي پر اوکراین د روس له یرغل وروسته سټاکهوم ته په لومړي رسمي سفر کې د سویډن له وزیراعظم اولف کریسټرسن څخه وغوښتل چې اوکراین ته د هوایي دفاع لپاره د سویډن جوړې ګریپن جیټ الوتکې ورکړي.
د سویډن وزیراعظم له زلنسکي سره ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې د هغه د جیټ الوتکو غوښتنې ته څه جواب ونه وایي، خو پر چرنیهیف ښار د روس تازه مزایل برید یې وغانده.
د اوکراین ځواکونو دعوه کړې، چې تېره شپه یې له هغو 17 ډرون الوتکو څخه 15 ویشتلې او را غورځولې دي، چې ایران جوړې کړې او روس ترې کار اخلي.
د اوکراین د دفاع وزارت د شنبې- خالي په ورځ پر ټیلیګرام په یو بیان کې دعوه کړې چې دغه پینځلس ډرون الوتکې یې د اوکراین په ختیځ، شمال او لوېدیځ کې په جلا جلا ځایونو کې ویشتلې دي.
بل لور ته واشنګټن هم خپلو اتحادي هېوادونو ډنمارک او هالېنډ ته منظوري ورکړې چې د روس خلاف د خپلې دفاع لپاره اوکراین ته د خپلو پایلټانو د روزنې تر بشپړېدو وروسته F-16 جنګي الوتکې ورکړي.
یادونه:- په ملګرو ملتونو کې د وي او اې خبریال مارګریټ بشیر او په ملي امنیت کې د وي او اې خبریال جیف سیلډن په دې رپوټ کې مرسته کړې ده، ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.
Forum