واشنګټن – د روس د هوايي چلند ادارې ویلي، د وېګنر ډلې مشر یفجیني پریګوژین چې د روس د پوځ پرضد یې ددې کال په سر کې لنډ وسلوال بغاوت وکړ په هغې الوتکې کې سپور و کومه چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ماسکو په شمال کې غورځېدلې ده.
دوی وايي په پېښه کې ټول لس واړه سپاره کسان وژل شوي دي.
له دغې پېښې سره په سمدستي ډول شکونه راپورته شوي دي، ځکه د ویګنر ډلې د مشر پرضد له بغاوت وروسته د داسې پېښو تمه کېدله.
د ویګنر د وسلوال بغاوت پر وخت د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین دغه بغاوت غندلی و او ژمنه یې کړې وه چې بدل به یې اخلي.
خو د پریګوژین پرضد تورونه بیا ژر وروسته لېرې کړای شول.
د ویګنر مشر ته چې ځواکونه یې د اوکراین په جګړه کې له پیاوړو ځواکونو څخه وو بیلروس ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه او کله نا کله به یې روس ته سفرونه کول.
د الوتکې د غورځېدلو دغه پېښه وروسته له هاغې رامنځ ته شوې ده چې روسي رسنیو له پریګوژین سره د تړلي د هوايي ځواک یو لوړ پوړی قومندان له خپلې څوکۍ څخه لېرې کړی.
د شورو یا چهارشنبې د ورځې په غورځېدلې الوتکه کې درې پیلوټان او اوه تنه سپرلۍ وه چې له ماسکو څخه سېنټ پیټرز برګ لوري ته روانه وه.
د روس د دولتي رسنۍ تاس د راپور له مخې، دغه الوتکه له پلازمېنې څخه ۳۰۰ کیلومټره شمال لوري ته غورځېدلې ده.
د روس د هوايي چلند ادارې له پېښې ژر وروسته ویلي وو چې پریکوژین د غورځېدلې الوتکې د سوارلیو په لست کې وو او وروسته یې بیا وویل چې هغه په الوتکه کې سپور و.
په اوکراین کې د روس تر ولکې لاندې د ژپوریژیا لپاره ټاکل شوي روسي چارواکي ویلي چې هغه د ویګنر له قومندانانو سره خبرې کړي او هغوی ورته دا تایید کړې ده چې پریکوژین په الوتکه کې سپور و.
اسوسېټېډ پریس خبري ادارې خبر ورکړی چې پریکوژین دغه الوتکه کې پخوا هم سفرونه کړي وو او له ماسکو څخه له پورته کېدو وروسته یې ژر سګنالونه پرې شوي دي.
د یوې ویګنر پلوې ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپرو شویو انځورونو کې د الوتکې ټوټې ښکاري چې د اور لمبې ترې پورته کېږي او یواځې د الوتکې لکۍ ترې ښکاري چې دا هغه الوتکه وه چې پخوا هم پریګوژین کارولې وه.
د ګرې زون په نامه د ویګنر پلوې ټیلیګرام باندې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې الوتکه د یوې ډبرې په څېر د ځمکې پر لور غورځي او لوګي ترې پورته کېږي.
د اې پي لخوا د دغو دواړو ویډیوګانو له څېړنو او د کاڼي په څېر د یوې الوتکې له غورځېدو داسې ښکاری چې الوتکې ته سخت زیان رسېدلی و لکه د الوتنې په نیمايي کې چې پرې چاودنه شوې وي.
په انځورونو کې ښکاری چې د الوتکې یو وزر هم نشته.
د روس د پلټنو کمېټې په دې تورونو پلټنې پیل کړي چې ښايي د خوندیتوب له قوانینو څخه به یې سرغړونه کړي وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې اړه ویلي، "زه په ریښتیا نه پوهېږم چې څه شوي،" خو "زه حیران نه یم."
بل پلو د چتم هاوز په نامه د یوې نړیوالې څېړنېزې ادارې څخه د کیر ګېلیس په نامه یو روسی څېړونکی د پریګوژین د مړینې په اړه د احتیاط غوښتنه کوي.
هغه ویلي، "ګنو کسانو خپل نومونه یجني پریګوژین ته اړولي چې دی پرې خپل سفرونه پټ وساتي."
ګېلیس وايي، "راځۍ باید حیران نشو که چېرې هغه په یوې نوې ویډیو کې له افریقا څخه سر ښکاره کړي."
حتی که د پریګوژین مړینه تایید هم شي نو د اوکراین په جګړه به یې کوم اغیز نه وي.
د هغه سرتیري د بخموت د خونړۍ جګړې څخه وروسته له لومړۍ کرښې وتلي دي.
خو له بغاوت وروسته روسي چارواکو ویلي، چې د پریګوژین جنګیالي کولای شي چې اوکراین ته بېرته ولاړ شي خو یواځې د منظم پوځ د یوې برخې په توګه.
په داسې حال کې چې د الوتکې د غورځېدو خبرونه خپرېدل، پوتین د کرسک د جګړې په یاد یوې غونډه کې په اوکراین کې د روس د جګړې د قربانیانو ستاینه کوله.
Forum