لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برېکس په ګروپ کې د شپږو نویو ملکونو شاملېدل


د برېکس په نوم د پیاوړي کېدونکو معیشتونو په ډله کې، چې تر اوسه د برازیل، روس، هندوستان، چین او جنوبي افریقه اقتصادي ګروپ ګڼل کیږي، شپږ نوي ملکونه شامل کړی کیږي. دا خبره د برېکس ډلې د هېوادونو مشرانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د خپلې کلنۍ غونډې په پای کې وکړه.

برېکس ډله د امریکا په مشرتابه د نړېوال نظم دپاره ځان بدیل ګڼي.

د جنوبي افریقې په کوربه توب جوهانسبرګ کې د برېکس ګروپ د درې ورځېنۍ سرمشریزې غونډې په پای کې، د جنوبي افریقي صدر سېرل رامافوسا اعلان وکړ چې برېکس په دې ګروپ کې د ایران، سعودي عرب، مصر، متحده عربي اماراتو، ارجنټین او حبشې د شاملولو فیصله کړې ده او دغه هېوادونه به د 2024 کال په جنوري میاشت کې په برېکس ګروپ کې شامل کړی شي.

که څه هم د برېکس بلاک مشرانو ټولو د دغې فیصلې په باب خپل ملاتړ څرګند کړ، مګر څېړونکي وایي د برېکس وسعت، تر ډېره حده د روس کار دی، ځکه په اوکراین کې د جګړې په وجه، غربي ملکونه ورځ تر بلې روس په نړۍ کې ګوښه کوي. همدا راز د وسعت ورکولو بله وجه د چین کوښښونه دي چې دغه نوی ګام یې تاریخي بللی دی.

ناقدین تر اوسه د برېکس د کامیابۍ په اړه تقسیم شوي ښکاري. ځیني یې وایي چې دا تر ډېره سېمبولیک دی. د برېکس ډلې هېوادونه په مجموعي ډول تر اوسه د نړۍ د ټولې آبادۍ 40% جوړوي، او د نړۍ قریب یو په څلورمه آمدن هم د دوی دی. د نویو ملکونو په شاملېدو سره به دا شمېرې هم پورته ولاړې شي.

خو د ګروپ د موجوده غړو په څېر، چې درې جمهوریتونه او دوه آمریتونه په کې شامل دي، ډلې کې نوي شاملېدونکي هېوادونه هم ټول قدرتي اتحادیان نه دي. دا خبره په پرېټوریا کې د امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ یو څېړونکي، پریال سېنګ وکړه.

هغه وایي: "اول خیال مي دا دی چي دا د قسماقسمه ملکونو یو عجیبه شانتي اتحاد دی. لکه څنګه چې ګورئ، دا ډله تر ډېره زیاته د مشرق وسطی او شمالي افریقې په ملکونو ترکیز لري."

پریال سېنګ زیاتوي چې د برېکس دوه موجوده غړي، چین او هندوستان په خپل مشترک سرحد باندې لانجه کې دي، او همداسې دې ډلې ته نوي اضافه شوي ملکونه هم داسې دي چې ځیني یې خپلو منځو کې کشیده تعلقات لري.

د هغه وینا ده چې: "د مثال په توګه د حبشې او مصر ترمنځ کشیدګۍ به هم په آینده کلونو کې ممکن ډېرې تېزې شي او د برېکس ډلې ترمنځ هماهنګي خرابولی شي. هماغه قسم چې مونږ یې په تېرو دوو کلونو کې د چین او هندوستان ترمنځ شاهد پاته شوي یو."

مصر او حبشه (اېټوپیا) د نیل په سېند باندې د یو ستر ډېم د جوړولو پر سر لانجه کې دي.

همدا قسم، ایران او سعودي عرب په سفارتکاري او پوځي برخو کې د دښمنیو تاریخ لري او د کلونو راهېسي په یمن کې په پراکسي جنګ کې ښکېل پاته شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG