لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې ګرفتاره او بیا په ضمانت آزاد کړی شو


د امریکا پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغو نویو الزامونو په مقدمه کې چې په څلورم فرد جرم کې ورباندې لګېدلي دي، د جورجیا ریاست په فالټن کاونټي (ضلع) کې ځان پولیسو ته وسپارلو او د ګرفتارۍ نه قریب شل مېنټه پس بېرته د هغه جېل نه راووتلو.

ټرمپ د جورجیا په وخت، د ماښام په اووه نیمو بجو جېل ته ورسېد، او هلته یې پولیسو د مقدمې په تړاو، تصویر واخست.

د ټرمپ وکیلانو څو ورځې وړاندې د فالټن کاونټي له سرکاري وکیلې فاني وېلېس سره په دې جوړه کړې وه چې ټرمپ به د ضمانت په کېښودلو سمدستي بېرته آزاده کیږي، نو نن یې دوه لاکه ډالر د ضمانت په توګه کېښودل او بېرته آزاد شو.

دا په تېرو پېنځو میاشتو کې څلورم ځل و چې ټرمپ ګرفتاره شو. دغه څلورمه مقدمه یې په دې ده چې ګني ټرمپ د 2020 کال په انتخاباتو کې کوشش کړی و چې په جورجیا ریاست کې د انتخاباتو په نتیجو کې د سازش له طریقه بدلون راولي او خپل بایلل په ګټل بدل کړي.

د فالټن کاونټي په جېل کې د ټرمپ مګ شاټ
د فالټن کاونټي په جېل کې د ټرمپ مګ شاټ

ټرمپ جورجیا ته د تللو نه مخکې د سماجي رابطې په وېب پاڼه "ټروت سوشل" د حېرانتیا اظهار کړی و او لیکلي یې و: "تاسو یقین کولی شئ؟ چې زه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اېټلانټا، جورجیا ته ځم چې ګرفتار شم."

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د امریکې په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې د عامو قېدیانو په شان د هېواد د یو پخواني صدر د مخ تصویر یا مګ شاټ واخستلی شو.

ای پي وايي د سږ کال د مارچ د میاشت راهسې په ټرمپ څلور مجرمانه الزامات لګول شوي دي. د مارچ په میاشت کې د امریکې په تاریخ کې په لومړي ځل په یو پخواني صدر فرد جرم ولګول شو.

د مارچ نه پس او د جورجیا نه مخکې په فلورېډا ریاست او سرښار واشنګټن کې هم د ټرمپ په ضد د وفاقي حکومت الزامات لګول شوي دي.

په جورجیا کې د ټرمپ ترڅنګ په ۱۸ نورو کسانو هم فرد جرم لګول شوی چې په کې د نیویارک پخوانی ښار وال او د ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني او د هغه پخوانی چیف اف سټاف مارک مېډوز هم شامل دي. جولیاني د شورو، چهارشنبې، په ورځ ځان چارواکو ته سپارلی دی او د مجرم په شان تصویر یې اخیستل شوی دی.

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او سیاسي انتقام يې بلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG