اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د اورول شوې سزا د معطل کولو په خواست نن د جمعې په ورځ (د اګسټ 25مه) بيا اورېدنه کوي. عمران خان عدالت ته خواست کړی هغه ته اورول شوې سزا دې معطل کړی شي او په ضمانت دې خوشی کړی شي.
د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګیري پرون د زيارت په ورځ په ياد خواست اورېدنه کړې ده.
د روانې میاشت په پينځمه نېټه د اسلام اباد اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن کورټ عدالت د توشه خانې قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د درېو کالو بند او يو لک روپو جرمانه اورولې او عمران خان د اټک زاندان ته اچول شوی دی.
د عمران خان لخوا هايکورټ ته خواست شوی وو چې سيشن کورټ يا ټرايل کورټ فېصله دې غېر قانونه وګرځول شي.
له دغې وړاندې د سيشن کورټ په حواله هايکورټ ته خواستونه شوي وو، خو هايکورټ قضيه په سيشن کورټ پرېښودې وه.
پرون د عمران خان وکيلانو او الېکشن کمېشن په هايکورټ کې دليلونه وړاندې کړي او د رسنيو ترمخه د الېکشن کمېشن د وکيل لخوا د دلايلو دپاره د زیات وخت غوښتو وروسته عدالت اورېدنه نن د جمعې پورې ځنډولې وه.
له دغې وړاندې د عمران خان لخوا د اسلام اباد هايکورټ هغه فېصله چې ورکې ويل شوي وو قضيه دې ټرايل کورټ واوري، په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.
د شورو، چهارشنبې په ورځ د چیف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ په ياد خواست اورېدنه کړې وه او چیف جسټس ويلي وو، د توشه خانې په قضيه کې د ټرايل کورټ په فېصله کې غلطۍ شته خو عدالت به د ټرايل کورټ د فېصلې په حواله د هايکورټ فېصلې ته ګوري.
د توشه خانې قضيه
توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.
د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.
د عمران خان په ضد دغه مقدمه هم د تېر کال اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دغه رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی وو.
په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.
پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.
عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.
د روانې میاشتې په پينځم اګست د توشه خانې په قضيه کې اورولې فېصله کېعدالت ویلي وو، "عمران خان په ارادې سره الېکشن کمېشن ته جعلي تفصيلات وړاندې کړي او د غبن يا کرپشن قصوار واره ګرځول کيږي".
ويل شوي وو عمران خان ته د الېکشن قانون د سېکشن 174 لاندې د درېو کالو بند سزا اورول شوې ده. وروسته بيا د پاکستان الېکشن کمېشن عمران خان د پينځه و کالو دپاره نااهله ګرځولی وو.
Forum