لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشرا بي بي: په جېل کې عمران خان ته د زهرو ورکول کېدو اندېښنه ده


د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د مشر عمران خان مېرمن بشرا بي بي پنجاب حکومت ته په استولي خط کې اندېښنه څرګنده کړې، چې مېړه ته یې په جېل کې په خوراک کې زهر ورکول کېدی شي.

د بشرا بي بي خط په پاکستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی دی.

هغې د مېړه دپاره په جېل کې د اسانتياو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، اندېښنه ده چې هغه [عمران خان] ته په جېل کې په خوراک کې زهر ورکړی شي. هغې دعوه کړې ځکه په عمران خان د وړاندينيو بريدونو ذمه وار او سهولتکار تر اوسه نه دي نیول شوي.

بشرا بي بي په خط کې د عمران خان دپاره په جېل کې د [بي کلاس] قېدي اسانتياوې غوښتي چې هغه ته دې د کورني خوراک ورکولو اجازه ورکړی شي.

هغې ویلي، ځکه عمران خان د قامي نېشنل کرکټ کپتان پاتې شوی، اکسفورډ پوهنتون ته تللی او وزيراعظم پاتې شوی دی.

له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف شهباز ګل هم دعوه کړې وه چې عمران خان په جېل کې وژل کېدی شي او زهر ورته ورکول کېدی شي، هغه ویلي وو ثبوت ورسره نشته خو د پي ټي آی کور کمېټۍ دغه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې وه.

عمران خان د اټک په زندان کې بندي کړی شوی دی. د عمران خان ویاند روف حسن ويلي وو، عمران خان د زندان په سي کلاس کې په کمه رڼا کې ساتل کيږي په سخته ګرمۍ کې هغه ته اييرکنډيشن نشته او په کمره کې یې پنکه لګول شوې ده.

عمران خان ته په زندان کې د اسانتياوو د نشتوالي تورونو او دعوو ته د حکومت کوم رسمي تازه غبرګون مخې نه دی راغلی خو له دې وړاندې د تېر حکومتي واکمن ګوند مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په اېکس يا پخواني ټویټر د عمران خان د پخوانۍ وېنا يوه ويډیو خپره کړې وه.

په ياده ويډيو کې عمران خان په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې د نواز شريف د زندان خبره کړې وه.

عمران خان په دغه وینا کې ويلي، "نواز شريف وايي چې ډوډۍ به د کوره راغواړم، د جېل ډوډۍ ښه نه ده، بیا وايي چې اييرکنډيشن ولګوه، بيا وايي چې په جېل کې ټي وي پکار دی د 80 فيصده خلکو سره ايير کنډيشن نشته او 60 فيصدو سره ټي وي نشته نو که ته مونږ جېل ته سزا لېږلی یې نو دا خو سزا نه شوه که په جېل کې ټي وي، اييرکنډيشن او ډوډۍ وي نو نيم خلک به په خوشالۍ جېل ته لاړ شي دا خو بيا سزا نه شوه نو زه تاسو ټولو ته په واشنګټن کې ويل غواړم چې واپس لاړم شم دا ټي وي خو د جېل نه لرې کوم".

مریم نواز ويلي وو، "نواز شریف نه او ما کله هم داسې غوښتنې نه دي کړي باوجود د دې په زندان کې مو مياشتې او کلونه تېر کړي دي، نن هغه [عمران خان] عدالت ته د دغو اسانتياو دپاره خواست کړی دی".

مريم نواز دغه ټويټ د عمران خان د سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته د شوي خواست په غبرګون کې کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG