لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل ائیرپورټ د خونړۍ حملې کلیزه: بایډن وژل شوو امریکایي عسکرو ته خراج تحسین وړاندې کړ


د امریکا صدر جو بایډن د خالي/شنبې په ورځ د زرهاوو امریکایي عسکرو، په خصوص هغو دیارلسو امریکایي عسکرو ته چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د انخلا پر مهال ووژل شول، خراج تحسین وړاندې کړ.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغې حملې دوه کاله پوره شول کومه چې افغانستان نه د امریکاییانو او نورو خارجي قواوو د وتلو پر مهال، د کابل ائیرپورټ سره وشوه او په کې قریب دوه سوه تنان ووژل شول.

د امریکې صدر په یو بیان کې ویلي دي: "مونږ به هېڅ کله هم په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په لړ کې د 2461 وژل شوو یا د 20744 زخمي شوو امریکایی عسکرو د غیرقابل باور سرښندنې معاوضه ور نشو کړی."

د امریکې صدر جو بایډن
د امریکې صدر جو بایډن

د امریکې د دفاع وزیر لایډ آسټن هم یو بیان جاري کړي او ویلي یې دي: دوه کاله وړاندې، د کابل د حامد کرزي نړېوال ائیرپورټ د ابي ګېټ نه بهر یو خوفناک ترهګریز برید کې 13 تنه بهادر امریکایي اتلان او همدا راز قریب 170 سېوېلین افغانان ووژل شول."

ښاغلي آسټن زیاته کړې چې دغو ټولو دیارلسو امریکایي عسکرو "خپل مېشن په مهارت، مهربانۍ، او غیرمعمولي همت" سره پر مخ یووړ.

د پخواني افغان حکومت د ړنګېدو او کابل ته د طالبانو د ورننوتو وروستو هم دوه هفتې (د اګسټ د 15مي نه بیا تر 31 مې پورې) د انخلا پروسه روانه وه چې په لړ کې یې په لس هاوو زره افغانان هم په پوځي طیارو کې بهر ته انتقال کړی شول.

د 2021 کال د اگست په 26مه نېټه، د داعش ډلې یو ځانمرګي بریدګر ځان د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې چې د کابل ائیرپورټ مخې ته راغونډ شوي و او غوښتل یې د بهرنیو قواوو په مرسته له افغانستانه ووځي، وچاودلو چې په دې خونړۍ پېښه کې د 170 افغانانو او 13 امریکایي عسکرو د وژل کېدو سربېره، په سلهاوو تنان زخمیان هم شول.

سږکال د اپرېل میاشتې په 25مه، د امریکې د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي خبر ورکړ چې د هغې حملې د منصوبه بندۍ ذمه وار شخص، د طالبانو په عملیات کې وژل شوی دی.

وروستو بیا د داعش ډلې هم دا تصدیق کړه چې ابوسعد محمد خراساني عرف ضیا الدین اکا وژل شوی دی.

د وي او اې افغان سروس نه په مننه

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG