د خېبر پښتونخوا د سوات په تلیګرام سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی چې د پولیسو په وینا دې برید کې یو عسکر ژوبل شوی دی.
د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا برید د ګل یا دوشنبې په ماښام شوی چې په کې نامعلومو وسله والو په مالم جبه روډ د تلیګرام په پولیس څوکۍ ناتاره ډزې کړې دي.
سرچینې وایي د برید په مهال پولیسو هم په برید ګرو ځوابي سختې ډزې کړي چې له امله یې بریدګر پشا شوي اؤ تښتېدلي دي.
د سوات د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډاپور خبریالانو ته ته ددې برید پخلی کړی خو ویلي یې دي چې برید ګرو یوازې یو ډز کړی چې په هغې کې یو پولیس عسکر لګیدلی اؤ ژوبل شوی دی.
ښاغلي ګنډاپور ویلي پولیسو په چټک ځوابي کارروایۍ دا برید شنډ کړی اؤ برید ګړ له سیمې تښتېدلي خو وایي پولیسو په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي اؤ زر به برید ګر د قانون منګولو ته راوستل شي.
سوات د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ هغه سیمه ده چې په تېرو وختونو کې پکې پاکستاني طالبانو خپل قوي مرکزونه لرل اؤ له دغه ځایه به وسله وال دپاکستان بیلابیلو برخو اؤ افغانستان ته د بریدونو لپاره تلل.
سوات اؤ تندلاریتوب:
په کال2008م کې د پاکستان پوځ په سوات کې د ترهګرو پرضد د پراخې کچې عملیات کړي وؤ چې له امله یې د سوات نه په لکونو خلک بې کوره شوي وؤ اؤ هغه وخت پوځ اؤ حکومت په دغو عملیاتو کې د سوونو وسله والو د وژل کیدو اؤ ګڼو نورو د نیول کیدو دعوې کړې وې.
خو د تندلارو زیاتره مشران له دغو عملیاتو روغ وتلي اؤ افغانستان ته اوړیدلي وؤ چې دهغوي له جملې څخه یو مولوي فضل الله هم ؤ چې وروسته بیا د ټي ټي پي مرکزي امیر ټاکل شوی ؤ.
مولوي فضل الله په کال 2018م کې د افغانستان په کونړ ولایت کې بیا وروسته په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.
پروسږکال د اګست په میاشت کې په سوات کې یو وارې بیا د طالبانو د راپورته کېدو اؤ په سړکونو د ګزمو کولو رپورټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راغلي وؤ چې دهغې پرضد په سوات کې ولسي پاڅونونه هم شوي وؤ.
د ولس لخوا د طالبانو د بیا راڅرګندیدو پرضد له سخت مزاحمت ښودل کیدو وروسته دهغه وخت د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي وؤ چې دغه طالبان جګړې له نه وؤ راغلي بلکې د طالبانو یو کمانډر سوات ته دخپلې ناروغه خور پوښتنې له راغلی ؤ اؤ بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو هم په دغو ورځو شپو کې په سوشل میډیا داسې ویډیو ګانې مخې ته راغلې وې چې وسله والو په سوات کې دپوځ اؤ پولیس افسران تښتولي وؤ اؤ انتظامیې ورپسې دهغوي دخوشې کولو لپاره جرګې ورلیږلې.
په نزدې ورځو کې په سوات کې د پولیسو اؤ تندلارو تر منځ د نښتو ګڼ رپورټونه مخې ته راغلي دي.
سږکال په 24م اپرېل د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې چاودنې شوې وې چې پکې تر20 زیات پولیس وژل شوي او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو.
د جون په اتمه نیټه د سوات د سرښار مینګورې په سبزي منډۍ کې د وسله والو په یو برید کې دوه پولیس عسکر اؤ یو د بینک ساتونکی وژل شوي وؤ.
Forum