د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د سزا معطل کېدو او په ضمانت د خوشي کېدو فېصلې ته په غبرګون کې مخکيني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف ويلي، "د لاډله يا نیازبين [عمران خان] سزا معطل شوې خو ختمه شوې نه ده".
اسلام اباد هايکورټ نن د نهې- سه شنبې په ورځ د توشه خانې په قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان سزا معطل کړه او په ضمانت د خوشي کولو حکم یې وکړو.
شهباز شریف په اېکس [پخواني ټویټر] د عمران خان د سزا معطلۍ په ترڅ کې په چيف جسټس نيوکې کړي دي. هغه ويلي:
"د لاډلې يا نيازبين [عمران خان] سزا معطل شوې ختم شوې نه ده. د چيف جسټس"ستا په ليدو خوشاله شوم"، "تاسو ته ښه وخت" پېغام اسلام اباد هايکورټ ته ورسېد، د فېصلې راتلو نه وړاندې ټولو ته معلومېدل چې فېصله به څه وي دا د نظام عدل دپاره د فکرمندۍ خبره ده. چې د اعلا عدلیې څخه ښکاره پېغام ترلاسه شي نو لاندې عدالت به داسې نه کوي څه به کوي؟".
شهباز شریف زياته کړې، "د نوازشریف د سزا يقيني کولو دپاره د څارنې جج په ځای کړی شوی وو او د نيازبين [عمران خان] د بچ کولو دپاره چيف جسټس په خپله د څارنې جج جوړ شو. د نظام عدل دا کردار به د تاريخ په تور باب کې ليکل کيږي. يو اړخ ته کږه تله او انصاف مجروح کولو نظام عدل د قبلولو وړ نه دی".
نوموړي ویلي، "د ګړۍ خرڅوونکي په وړاندې قانون بې وسه دی. د غله او رياستي ترهګر سهولت کاري کيږي نو په ملک کې به عام سړي ته انصاف د کومې ترلاسه شي".
جمعيت علما اسلام ف ګوند د عمران خان د سزا معطل کېدو په غبرګون کې ویلي، "ثابته شوه چې په ملک کې د اشرافيه دپاره جدا او ولس دپاره جدا قانون دی. د پي ټي آی وکیل ته [ستاسو په ليدو خوشاله شوم] ويل ښکاره پېغام وو. معززه عدليې ته ويل دي چې د پي ټي آی چيرمېن د دې ملک ايين چقولی. نظام عدل يو ترهګر خوشی کوي دا فېصله به په تور تاريخ کې ليکل کيږي. قوم به دا ترهګر کله هم معاف نه کړي".
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان ويلي،
"د عدالتونو سره ولس ته د بشري حقونو د تحفظ دپاره وخت نشته، خو د نيازبين [عمران خان] دپاره هر څه حاضر دي. د ثاقب نثار [پخواني چيف جسټس] نه تر اوسني چيف جسټس د مودې پورې، د انصاف قتل روان دی. علي وزیر او ايمان مزاري ولې په بند کې دي؟ هغو يواځې خبرې کړي دي خو چا چې حملې کړي هغو ته ضمانتونه ترلاسه کيږي".
د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې قضيه کې د عمران خان د سزا معطل کولو او په ضمانت د خوشي کولو حکم کړی. خو ځانګړي عدالت د 30م اګست يا سبا پورې په بند کې د ساتلو حکم وکړو.
د عمران خان ضد د سايفر مقدمې اورېدنې دپاره اسلام اباد کې د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات د اټک جېل مشر ته حکم کړی چې عمران خان د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې په مقدمه کې په عدالتي ريمانډ دی ځکه هغه دې د سبا پورې په بند کې وساتل شي او عدالت ته دې وړاندې کړی شي.
Forum