د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي دي اؤ د قبایلي ضلعې خېبر په تیراه سیمه کې په امنیتي پوسته د ترهګرو برید کې بیا یو عسکر ژوبل شوی دی.
د چهارشنې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې( سي ټي ډي) پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي د لکي مروت دره پیزو سیمه کې یې دغه عملیات اوړمه شپه د استخباراتي معلوماتو په اساس د ځایي پولیسو په ملتیا کړي دي.
پولیسو ویلي د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د ټي ټي پي د ټیپو ډلې سره ؤ اؤ هغوي په دې وروستیو کې په وژل شوي پولیس افسر ډي ایس پي اقبال مومند شوي بمي برید کې هم لاس درلودو.
پولیسو دعوه کړې ده چې دغه دواړه وژل شوي ترهګر ورته په یو شمیر بمي بریدونو، د هدفي وژنو مقدمو اؤ ګڼو نورو پېښو کې مطلوب وؤ.
پولیسو ویلي د وژل شوؤ ترهګرو د ولکې څخه یې وسلې اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په عین حال کې سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي تېره ورځ د قبایلي ضلعې په لرې پرته سیمه کې ترهګرو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې پکې یو امنیتي عسکر ژوبل شوی دی.
سرچینې وایي دا برید د تیراه د مهربان کلي په امنیتي پوسته شوی اؤ له برید وروسته ترهګر په تېښته بریالي شوي دي.
په سمدستي توګه ددغه برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه وسله والو ډلو ټي ټي پي اؤ داعش منلې ده.
په پاکستان کې پروسکال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټکه شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده.
د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د روان کال 2023م په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي.
په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
Forum