په افریقې کې د کودېتا ګانو په لړ کې تر ټولو تازه پېښه د ګېبون هېواد کودېتا ده چې اوس د ګڼ شمېر نورو ملکونو ترڅنګ، نایجریا هم هغه غندلې ده. ماهرین دې ته په کتلو وایي، ډېموکراسي یا جمهوریت په افریقه کې په خطره کې دی، ځکه منتخب مشران د خپلو وعدو په ترسره کولو کې پاته راغلي دي.
د نایجریا صدر بولا تینوبو چې اوس مهال د مغربي افریقې د ملکونو بلاک (اېکوواس) صدر هم دی، په ګېبون کې د حالاتو بدلون په ژورې فکرمندۍ سره څاري. دا خبره د هغه صدارتي ویاند آجوري نګېلېل وکړه.
نګېلېل زیاته کړه چې صدر تینوبو په افریقه کې د "آمریت وبا" د خورېدو په اړه اندېښمن دی او د نړۍ د نورو مشرانو او د افریقايي اتحاد سره په دې کار کوي چې دا مسئله هواره کړي.
په ګېبون کې د شورو/چهارشنبې په ورځ، سمدستي پس د هغه چې علي بونګو اوندیمبا د تېرې هفتې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، د پوځ مشرانو هغه د واک اختیار نه لېرې کړ. هغه اوس پخپل کور کې په حراست کې دی، خو د سوشل مېډیا د طریقه یې پخپلو اتحادیانو غږ کړی چې د هغه د غیرقانوني لېرې کولو په ضد دې شورماشور جوړ کړي.
پوځ د ګېبون د صدارتي انتخابونو ټول نتایج باطله اعلان کړل، ریاستي ادارې یې ړنګې کړلې او د ملک سرحدات یې وتړل.
د نایجریا د صدر ترجمان وویل: "اختیار د افریقې عظیمو خلکو په لاس کې دی او د ډکو ټوپکو په شپېلیو کې نه دی. صدر دا ټینګار کوي چې هېڅکله باید پرېنښودل شي چې زمونږ د دې ستر براعظم نه د قانون بالادستي...نابوده شي."
د کال 2020 د اګست میاشتې راهېسي، په افریقه کې اته (8) کودېتا ګانې شوي چې تر ټولو تازه یې همدا د ګېبون کودېتا ده. تر دې وړاندې په نایجر هېواد کې هم اړی ګړی مخې ته راغی او اوس د مغربي افریقې د ملکونو اتحاد (اېکوواس) حیران دی هغه اړۍ ګړۍ څنګه ختمه کړي.
دغه د کودېتا ګانو لړۍ، دا فکرمندۍ زیاتې کړي چې هسې نه په هغه براعظم کې د قانون بالادستي کرار کرار له منځه ولاړه شي.
په ابوجا کې مېشت د سیاسي مسایلو څېړونکی روتیمي اولاوالې وایي، اوس مهال په افریقه کې د کودېتا ګانو تعداد په دې زیات شوی چې ریاستي مشران د افریقې د یو جمهوریت پاله مشرتابه په عملي کولو کې ناکامه شوي دي.
د نایجریا د صدر ترجمان زیاته کړه چې د مغربي افریقې د ملکونو اتحاد ته اوس صرف په دې براعظم کې روانو کودېتا ګانو ته توجو کول ضروري نه دي، بلکې دا کار هم باید وکړي چې د خپلو ممبر ملکونو د جمهوریت معیارونه وارزوي او دې دپاره یو مېکانیزم جوړ کړی شی.
په ابوجا کې د یو غیرانتفاعي تنظیم د جمهوریت او حکومتدارۍ د څانګې مشر اېمانوېل نجوکو پېشنګويي کوي چې په آینده میاشتو کې به په افریقې کې د کودېتا ګانو شمېر لا پسې زیات شي.
Forum