د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ځانګړي رپورټر ترکي ته سفر کړی او هلته له افغانانو سره تر لیدو وروسته یې ویلي چې هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې لرلې.
ریچرډ بېنیټ د جمعې په ورځ په خپل ایکس [پخواني ټویټر] لیکلي، ترکیې ته په څلورورځني سفر کې یې د هغو نارینه او ښځینه افغانانو له بېلابېلو ډلو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې هلته تللي دي:
"ما د باهمته افغانو ښځو او نارینه وو له مختلفو ډلو سره په افغانستان کې د بشري حقونو پر حالت بحث وکړ، دوی د بشري حقونو د پراخو اړخونو په برخه کې ډېرې اندېښنې لرلې".
ښاغلي بېنیټ په خپل پوسټ کې دا هم ویلي چې په ترکیه کې یې د ملګرو ملتونو له چارواکو او د دې هېواد له حکومتي چارواکو سره هم لیدلي دي، خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی چې له هغوی سره یې پر څه موضوع خبرې کړې دي.
د افغانستان د پارلمان مخکینۍ غاړې سیاستوالې فوزیه کوفي هم د ملګرو ملتونو له ځانګړي رپورټر سره د ترکیې په هغه ناسته کې لیدلي چې ګڼ شمېر افغانې ښځینه استازو پکې ګډون کړی وو.
فوزیې کوفي ښاغلي بېنیټ ته د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانو ښځو ستونځې بیان کړې دي، خو ویلي یې دي چې نړۍ اوس د افغانستان د پېښو په اړه نور کوم سیاسي لید نه لري. ازادي رېډیو د مېرمن کوفي له خولې لیکلي:
"د نړۍ د خبرو محور بشري مرستې وې او اوس د اقتصادي مرستو بحث روان دی، تر څو چې خپله مدني او سیاسي ټولنه او د افغانستان ښځې سره را ټولې نه شي او د یوې سیاسې لارې پر نقشې موافقه ونه شي، دا له حقیقته لرې خبره ده چې نړۍ ته انتظار وکړو چې راشي زمونږ مسئلې را حل کړي."
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر تازه سفر او د بشري حقونو په اړه د افغانانو د استازو اندېښنو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په دې اړه د نړیوالو ادارو رپوټونه رد کړي او دعوه یې کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي دي.
ریچرډ بېنیټ تېره اوونۍ جرمني ته هم سفر کړی وو او هلته یې د افغانستان د مدني ټولنې له مېشتو غړو سره لیدلي وو چې اکثره یې ښځې وې.
ښاغلي ریچرډ د هغې ناستې په اړه پر ایکس پاڼه لیکلي وو، چې افغانانو ورسره په خبرو کې پر دې خبره ټینګار کړی وو، چې "د افغانستان حالت داخلي ستونځه نه ده بلکې دا د نړیوالو اندېښنه او ذمه واري ده".
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ثانوي او اعلی تعلیم ځنډولی، ښځې یې په اکثرو سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کاره منع کړې او د هغوی ازادي یې محدوده کړې ده.
تر دوه کاله زیاته موده وشوه چې د نړۍ هیڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې له کبله یې زیات طالب مشران د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو له فهرسته نه دي وتلي او بهرنیو هېوادونو ته سفر نه شي کولای.
امریکا، ملګري ملتونه او نوره نړۍ له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو بشري حقونه پر ځای کړي، نجونو ته د اعلی تعلیم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي، خو طالبان وایي حکومت یې ټولشموله دی او د نجونو د اعلی تعلیم بیرته پیلولو پر تګلاره باندې یې کار روان دی.
Forum