لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسیا کرکټ کپ: د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د باران له کبله پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده


واشنګټن -د هند او پاکستان ترمنځ لوبه د باران له کبله پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده او دواړو ته یو یو پواینټ ورکړل شو.

په اې ګروپ کې دا وخت پاکستان په دریو پاینټونو سره تر ټولو مخکې او هند په یو پواینټ دوهم ځای لري.

سباته به افغانستان د پاکستان لاهور په کرکټ میدان کې له بنګلدیش سره مخ کېږي.

تر دې مخکې:

د سري لنکا په پالیکیلې میدان د کرکټ یو ورځنۍ لوبو په دریمه سیالۍ کې د هند کرکټ ډلې د ټاس ګټلو نه وروسته خپله د بیټینګ فیصله وکړه.

په پینځم اوور کې لوبه د باران له کبله وځنډیده او د وړې دمې ورسته لوبه بېرته پیل شوه.

په همدې پینځم اوور کې په وروستي بال د هند د ډلې کپتان روهېت شرما شاهین افریدي بولډ اوټ کړ.

دغه وخت د هند ډلې ۱۵ رنزونه کړي وو. ورپسې ویرات کوهلي په ۷م اوور کې د شاهین افریدي په بال په څلورو رنزونو اووټ شو.

د هند مجموعي سکور دغه وخت ۲۷ و. د هند نور دوه لوبغاړي شیریاس ایر په نهو بالو ۱۴ او شبمن ګېل په ۳۲ بالو د لسو رنزونو په کولو د حارث روف ښکار شول.

په څوارلسو اوورونو کې ۶۶ مجموعي رنز باندې اټیکینګ بیټر ایشان کیشن او الراونډر هرډک پانډیا چې د ۱۱۲ سټرایک سره تیز بیټینګ کوي په ګډه لوبه قابو کړه او د ۱۳۸رنزونو په پارټنرشپ يي هندي ډله ځواکمنه کړه.

ایشان کیشن په ۸۱ بالونو ۸۲ او پانډیا په ۹۰ بالونو ۸۷ رنزونه جوړ کړل.

ورپسې جدیجا ۱۴، شردول ټاکر ۳، جسپریټ بومرا ۱۶ او محمد سراج یو رنز وکړل.

د پاکستان له اړخه شاهین افریدي څلور، نسیم شاه او حارث روف درې درې وکټې واخستې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG