لاس رسیدونکی لینک

 
هند په څه باندې یوه اوونۍ کې له سپوږمۍ وروسته په کامیابۍ سره لمر ته خلایي جهاز واستاوه
تازه خبر

هند په څه باندې یوه اوونۍ کې له سپوږمۍ وروسته په کامیابۍ سره لمر ته خلایي جهاز واستاوه


هند د نړۍ د لومړي هېواد په توګه د سپوږمۍ جنوبي برخې ته له رسېدو څه باندې یوه اوونۍ وروسته یو بل خلایي جهاز د لمر په اړه د پوهېدو او څېړنې لپاره لېږلی دی او دا د خلایي پلټنو د پروګرام په برخه کې د دې هېواد یو بل مهم پرمختګ دی.

دا خلایي جهاز د شنبې- خالي په ورځ تر غرمې مخکې د هند په جنوب کې د اندرا پردېش ایالت د شري هریکوټا سیمې له ستېش دهوَن خالي مرکزه لمر ته ولېږل شوه، چې د هند پر سرکاري ټیلیویژن یې مخامخ ښکاره کوله او ګڼ شمېر خلکو یې په خوشالۍ ننداره کوله.

ټاکل شوې چې د «آدیتیه ایل- ون» په نوم دا خلایي جهاز به 1.5 میلینه یعنې 15 لکه کیلومیټره سفر کوي، چې په څلورو میاشتو کې به د لمر مدار ته داخلېږي.

ادیتیه په هندو مایتالوجي یا اسطوره کې د لمر دیوتا یا خدای ته ویل کېږي، چې په لرغونو زمانو کې به یې د هند خلکو عبادت کاوه.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي د خپل هېواد سانسپوهانو ته مبارکي ورکړې او پر ایکس [مخکیني ټویټر] یې لیکلي "په کاینات باندې د لا ښه پوهېدو لپاره به زموږ نه ستړي کېدونکې ساینسي هڅې روانې وي".

دا خلایي جهاز به شاوخوا 125 ورځې څو ځله تر مځکې شاوخوا چکر وهلو وروسته د «نوراني مدار» په نوم د لمر او مځکې سیسټم ته ورسیږي او هلته به کشش سقل یا جاذبه قوه یو ارام ځای ورته برابر کړي چې د لمر د بهرنۍ فضا ساینسي مطالعه ورته ممکنه کړي.

هندي ساینس پوهانو ویلي دا ځای به دوی ته دا موقع ورکړي چې د لمر دوامداره او بې له خنډه ننداره وکړي او دوی ته به دا وړتیا ورکړي چې حتی لمر د تندر نیولو پر وخت هم مطالعه کړي.

د هند د خلایي څېړنو د ادارې «اسرو» د کنټرول خونې د خلایي جهاز تر تلو څه وخت وروسته اعلان کړی چې د راکټ یې د مځکې پاسنۍ فضا ته رسېدلی دی او وایي "مِشن مو بشپړ شو".

کله چې دغه خلایي جهاز د لمر خواته روانېده د هند ساینسپوهانو چکچکې کولې او د سکول د ماشومانو په ګډون په زرګونه خلک په ګېلرۍ کې ورته ولاړ وو او د لاسونو په پورته کولو یې په خوشالۍ ننداره کوله. په لکونو نورو هندیانو دا راکټ د «اِسرو» پر ویبپاڼه او ټیلویژن وکوت.

په دې خلایي سفر کې به په راکټ کې لګېدلې آلې د لمر د بهرني پوړ یا طبقې په اړه معلومات را ټولوي او مځکني مرکز ته به یې لېږي.

که دا هر څه له پلان سره سم تر سره شي، هند به د هغو هېوادونو په ګډ ګروپ کې شامل شي چې د لمر په اړه څېړنې کوي.

لمر ته د تلو دا لومړی ځل نه دی، جاپان لومړی هېواد وو چې په 1981م کال کې یې د لمر د مطالعې مِشن پیل کړ، د امریکې د خلایي ادارې ناسا او یورپي خلایي ایجنسۍ هم د 1990 له لسیزې راهیسې د لمر په اړه څېړنې کوي.

د اګست پر 23مه هم د هند چندریان 3 خلایي جهاز په کامیابۍ سره د سپوږمۍ قطب جنوبي برخې ته له رسېدو سره په نړۍ کې لومړی هېواد شو او سپوږمۍ ته له ختلو سره د نړۍ څلورم هېواد شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG