لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټونه وایي چې ایران خپل فضایي ځواک کې د روس تربیتي جېټ جهازونه وراضافه کړي دي


د ایران ځایي مطبوعاتو د خالي/شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هغه ملک فضایي قواوو یوه دسته ترقي یافته روسي تربیتي جېټ جهازونه ترلاسه کړي چې هغې سره به د ایران "د فضایي قواوو تربیتي او جنګي صلاحیت بهتره" شي.

د ایران تسنیم خبرې ادارې د رپوټ ترمخه، "یو شمېر یاک-130 ډوله تربیتي جهازونه ملک (ایران) ته راورسېدل او په اصفهان کې د شهید بابايي هوایي اډې کې شامل شول."

تسنیم د ایران د پوځ ویاندې ادارې له قوله لیکلي چې ایران ته د دغو جهازونو ور رسېدل د هغو تسلیحاتي تړونونو په بنیاد و چې ایران د روس سره لاسلیک کړي دي.

په روس او ایران، دواړو باندې بین الاقوامي پابندۍ لګېدلي دي چې د هغو تجارتي معاملې محدوده کوي، مګر په تېر یو کال کې دغو دوو ملکونو په مختلفو برخو کې، په شمول د پوځي همکارۍ، خپل تعلقات لا پسې مضبوطه کړي دي.

په مارچ میاشت کې ایران اعلان وکړ چې د روس نه د سوخوی سو-35 ډوله جهازونو د اخېستو تړون لاسلیک شوی دی.

اوکراین او د هغه ګڼ شمېر غربي اتحادیان په تهران باندې دا تور لګوي چې ګني روس ته اسلحه ورکوي چې د اوکراین په ضد جګړه کې یې استعمال کړي. ایران په مسلسله توګه دغه تورونه رد کړي دي.

په مې میاشت کې امریکا وویل چې ایران او روس "خپل بې مثاله دفاعي شراکت ته وسعت ورکوي."

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي هغه وخت ویلي و چې ایران د تېر کال د اګست میاشتې راهېسي، څه باندې څلور سوه ډرونونه روس ته لېږلي و.

کربي زیاته کړه چې تهران غوښتل د روس نه هلي کاپټرې، رادارونه، او یاک-130 ډوله جهازونه واخلي.

ایران اوس مهال پخپلو فضایي ځواکونو کې زیاتره د روس مېګ او سوخوی جنګي جېټ جهازونه لري چې د شوروي اتحاد د وختونو دي. همدا راز د ایران په فضایي قواوو کې د اېف-7 په شمول، ځیني چینایي جهازونه هم شته دي.

د دې ترڅنګ، ځیني اېف-4 او اېف-5 امریکایي جنګي جهازونه هم د ایران په فضایي قواوو کې شامله دي چې دا جهازونه د 1979 کال د اسلامي انقلاب نه وړاندې ایران اخستې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG