د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د 21مې سدې د واقعیتونو برابر اصلاحات عملي کړي ترڅو هغه غږونه واورېدل شي کوم چې اهم دي. د مودي دا خبرې د هغه د یوې مرکې نه اخستل شوي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خپره شوه.
وزیراعظم مودي د پرس ټرسټ آف انډیا خبري ادارې سره په مرکه کې ویلي دي: "د منځنۍ شلمې سدې تګلاره د 21مې سدې په درد نه خوري."
نرېندر مودي به آینده هفته کې د G20 ډلې یا د نړۍ د شلو سترو اقتصادي طاقتونو د غونډې کوربه وي. هند د نړۍ تر ټولو ډېره آبادي والا ملک دی او لېواله دی چې د ملګرو ملتونو په سېکوریټي کونسل کې هم دایمي غړیتوب ترلاسه کړي. دم ګړۍ په دې کونسل کې صرف د نړۍ پېنځه ستر طاقتونه دایمي ممبران شمېرل کیږي او دا شمېر د دویمې عالمي جګړې وروستو همداسې ساتل شوی دی.
هند همدا شان کوشش کوي چې د سپټمبر په نهمه نېټه د جي-۲۰ غونډې په کوربه توب سره، په نړېواله کچه خپل حیثیت لوړ کړي او همدا راز خپلو مطالباتو ته فروغ ورکړي.
مودي په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په G20 ډله کې د افریقایي اتحاد د دایمي غړیتوب ملاتړ کوي.
د هند په کوربه توب د جي-۲۰ ډلې سرمشریزه غونډه به دوه ورځې وي او دې کې د نړۍ دومره سترو مشرانو ته بلنه ورکړی شوی چې وړاندې تر دې هېڅکله هند ته دومره مشران په یو وخت کې نه و تللي. د مېلمنو په فهرست کې د امریکې صدر جو بایډن، د فرانس صدر اېمانوېل مکرون، د جرمني چانسلر اولاف شولټز، او د سعودي عرب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هم شامل دي.
نرېندرا مودي پخپلې مرکې کې ویلي: "نړېوالو ادارو ته په کار ده چې بدلېدونکي واقعاتونه وپېژني، پخپلو لومړیتوبونو بیا کتنه وکړي."
مودي دا هم وویل چې آوازونو ته موقع ورکول هم ډېر اهم دي. هغه زیاته کړه: "جي-۲۰ ډله کې د هند د مشرۍ یا صدارتي دورې، په هغو ملکونو کې چې درېیمه درجه نړۍ ګڼل کیږي، د اعتماد تخم شیندلی دی."
مودي د سایبري یا انټرنېټي جرایمو د مقابلې دپاره عالمي همکاري وغوښته.
Forum