د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "زمونږ [پاکستان] پالیسي دا ده، سوله يیز، باثباته او خوشاله افغانستان غواړو او دغه خبرې په بنيادي توګه د خوشاله پاکستان سره تړلي دي. په دې کې دواړو خواو ته مشکلات دي خو د هغې مشکلاتو ادارک هم شته".
نوموړي دغه خبرې د جيو ټي وي په يوه مرکه کې کړي دي، د هغه نه پوښتنه شوې چې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره نېغ په نېغه خبرې کېدی شي که په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره؟ نوموړي يې په ځواب کې ويلي، پرامنه، مستحکم او خوشاله پاکستان د افغانستان سره تړلی دی.
پاکستان له وړاندې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې پېل کړې خو دغو خبرو کومه نتيجه نه وه ورکړې.
ټي ټي پي بيا تېر کال د نومبر په میاشت کې ډز بندي ختمه کړې او په ملک کې یې د بریدونو پېل کولو ويلي وو.
د ډز بندۍ ختمېدو وروسته پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، د پاکستان په پوځ، پوليس او نورو امنيتي ادارو د بريدونو زياتره زمه وارۍ ټي ټي پي مني.
انوار الحق کاکړ تکرار کړې پاکستان کې د ترهګرۍ سېوا کېدل، د افغانستان څخه د امريکا او اتحاديانو یې په بيړه وتل او د هغو نه ډېرې وسلې شاته پاتې کېدل دي.
هغه ويلي دغه وسلې به نه يواځې د پاکستان، بلکې د چين او ايران پورې نورو هېوادونو ته خطره جوړيږي. دوه ورځې وړاندې هم نوموړي دغه خبره کړې وه.
نوموړي د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون خوښو سره د خبرو يا مزاکراتو ترڅنګ د دوی پرضد د زور کارولو هم ويلي، "رياست سره دغه دواړه لارې شته چې وکاروي یې او دواړه کارول پکار دي".
په لومړي ستمبر پاکستان کې یوې غېر دولتي څېړنیزې ادارې په خپل رپوټ کې ويلي، سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپوټ شوي او دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.
د پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز نومې ادارې د رپورټ ترمخه د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.
رپورټ وايي بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوي دي او بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصدي او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصدي سیوا شوې ده.
Forum