لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څلور خلابازان په سپېس اېکس کېپسول کې ځمکې ته راستانه شول


په تصویر کې، د ښي اړخ نه: د متحده عربي اماراتو خلاباز سلطان النیادي، امریکایي خلابازان سټېفن براون او وارن هوبرګ، او روس خلاباز آندرې فېډیف
په تصویر کې، د ښي اړخ نه: د متحده عربي اماراتو خلاباز سلطان النیادي، امریکایي خلابازان سټېفن براون او وارن هوبرګ، او روس خلاباز آندرې فېډیف

څلور خلابازان په نړېوال خلايي سټېشن کې د شپږو میاشتو تېرولو وروستو، د ګل/دوشنبې په شپه، د سپېس اېکس کېپسول په ذریعه، ځمکې ته راستانه شول.

هغه کېپسول چې دغه خلابازان یې ځمکې ته واپس راوستل، د امریکا د فلوريډا ریاست سواحلو ته نږدې، د پاراشوټ په مرسته اوبو کې ولوېدلو.

په دغو راستنېدونکو خلابازانو کې د امریکا د خلايي مطالعاتو د مرکز یا ناسا څخه سټېفن براون او وارن هوبرګ، د روس آندرې فېډیف او د متحده عربي اماراتو سلطان النیادي شامل و. النیادي د متحده عربي اماراتو وړومبنی خلاباز دی چې اوږده موده یې د ځمکې په مدار کې تېره کړله.

دغو خلابازانو، د نړېوال خلایي سټېشن نه د راوتلو نه وړاندې، وویل چې ډېر یې زړه غواړي ځمکې ته په ستنېدو سره په ګرمو اوبو ولامبي، توده کافي وڅښي او د ساحل هوا یې ډېره یادیږي. دوی د مارچ میاشتې راهېسي هلته و.

فلوریډا ته څېرمه اوبو کې سپېس اېکس کېپسول راښکته کېدل
فلوریډا ته څېرمه اوبو کې سپېس اېکس کېپسول راښکته کېدل

ځمکې ته د دغو څلورو خلابازانو راستنېدل یوه ورځ وځنډېدل ځکه هغه ځای چې د کېپسول راکښته کېدو دپاره په پام کې نیولی شوی و، هلته ځایي موسم برابر نه و، مګر بیا د ګل/دوشنبې د سهار نه وړاندې، په نیمه شپه په کامیابۍ سره کېپسول په ډېره کامیابۍ سره د فلوریډا ریاست جکسن وېل ښار ته څېرمه، په اوبو کې راکښته شو.

خلابازانو ځمکې ته د واپس راتلو نه وروستو ډېره خوشحالي ښودله او ویل یې چې په نړېوال خلایي سټېشن کې یې خپلو کې ډېر ښه وخت تېر کړ.

د دوی پر ځای نور خلابازان نړېوال سټېشن ته ولاړل، او سپېس اېکس سفینې یوه هفته وړاندې هغوی د ځمکې نه خلایي سټېشن ته منتقل کړل.

د روانې میاشتې په آخره کې به بیا هم د ځینو خلابازانو تبادله وشي. په دې لړ کې به یو امریکایی او دوه روس خلابازان چې د ډېرې مودې ځمکې ته د واپس کېدو په انتظار دي او ټول کال یې په خلا کې تېر کړی دی، ځمکې ته واپس کړی شي. اول په پام کې وه چې هغوی کم وخت په نړېوال خلايي سټېشن کې تېر کړي، مګر وروستو چې د هغوی سیوز نومی کېپسول ته ستونزه ورپېښه شوله او کولانټ یې لیک شو، بیا د هغو د واپس راوستلو او پر ځای یې د نورو خلابازانو د لېږدولو دپاره یو نوی مېشن پیل شو چې وخت یې ونیولو.

تر هغو پورې چې دغه تبادله کیږي، په نړېوال خلایي سټېشن کې به اووه تنه خلابازان موجود وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG