لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسیا کپ په پینځمه سیالۍ کې هند نیپال ته په 10 وېکټونو ماتې ورکړې ده 


د کرکټ د اسیا کپ په لوبو کې د هندوستان لوبډلې وکړی شول په لسو وېکټونو، ګاونډي هېواد نیپال ته ماتې ورکړي.

د سري لنکا په پالي کیلی کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې هند د پچې یا ټاس په ګټلو سره وړومبی د فیلډنګ پرېکړه کړې وه اؤ دنیپال لوبډلې ته یې د توپ وهنې یا بیټنګ بلنه ورکړې وه.

د نیپال لوبډلې په 48 اوورونو اؤ دوؤ بالونو کې 230 منډې جوړې کړې اؤ ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

په دې سیالۍ کې هند ته د نیپال لخوا د 231 منډو هدف ورکړل شوی ؤ خو وروسته د باران له امله د ډي ایل میتهډ په اساس هند ته په 23 اوورونو کې د 145 منډو هدف ورکړل شو.

هندي لوبډلې د 145 منډو هدف په 20 اوورونو اؤ یو بال کې پرته له کوم نقصان ترسره کړو. په هندي لوبغاړو کې 74 منډې روهت شرما اؤ 67 منډې شبمن ګل جوړې کړې.

تر دې وړاندې د توپ وهنې په مهال د نیپال وړومبيو دوؤ توپ وهونکو کې کشال بهرتیل38 اؤ اصف شیخ 58 منډې وکړې اؤ یوه غوره پاڼۍ یې خپلې نورې لوبډلې ته په لاس ورکړه

د نیپال وړومبی لوبغاړی په 65، دویم په 77 ، دریم په 93 اؤ څلورم لوبغاړی په 101منډو وسوځیدو. د نیپال په توپ وهونکو کې سومپال کامي 48 اؤ کشال بهرتیل 38 منډې جوړې کړې .

دهند محمد سراج اؤ رویندرا جدیجا درې،درې اؤ محمد شامي، هارډیک پانډیا اؤ شرډل ټاکر یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

دهند په لوبډله کې کپتان روهت شرما، شبمن ګل، ویرات کوهلي، ایشان کشن، شیرس ایر، هاردک پانډیا، رویندرا جدیجا، شاردل ټاکر، کلدیپ یادیو، محمد شامي او محمد سراج شامل وؤ.

همدا شان د نیپال په لوبډله کې کپتان روهت پوډیل، کشال بھرټیل، اصف شیخ، سومپال کامي، ګلشن جھا، بھیم شرکي، دیپیندر سنګهـ ایري، کشال مالا، سندیپ لامیچھانن، کرن کی سي او للت راج بنشي شامل وؤ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG