لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټانک په جنډوله پولیس تاڼه راکټي برید شوی دی


پېښور - امنیتي سرچینې وایي تېره شپه د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې ترهګرو په جنډوله پولیس تاڼه د راکټونو برید کړی خو وایي په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د چهارشنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې ترهګرو په جنډوله پولیس تاڼه دوه راکټونه داغلي چې له امله یې د تاڼې ودانۍ ته سر سري زیان اوښتی خو پولیسو ته پکې خېر شوی دی.

سرچینې وایي چې د راکټونو د دې برید سره د سیمې خلکو کې سخته ویره ترهه خوره شوې ده اؤ له برید سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د ترهګرو د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي‌ پخپل یو لنډ بیان کې په جنډوله پولیس تاڼه د شوي برید ذمه واري قبوله کړې ده.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول بیا په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو، پولیس تاڼو اؤ پوځي ودانیو د ترهګرو بریدونو کې زیاته چټکتیا رامنځته شوې ده چې په دې بریدونو کې په سلګونو پولیسو، پوځیانو، د ایف سي اؤ رینجرز ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال د اګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ د پښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG