لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي پاکستان ته د زیان رسولو هرې هڅې ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي


پېښور – د پاکستان پوځ وایي، د هیواد وسله بند ځواکونه د هر ډول کورني اؤ بهرني ګواښ پرضد د وطن فاع ته په لوړه حوصله چمتو ولاړ دي اؤ پاکستان ته د زیان رسولو هرې هڅې ته به غاښ ماتی ځواب ورکوي.

په شپږم ستمبر د پاکستان د دفاع د ملي ورځې په اړه د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل بیان کې ویلي د 6م ستمبر کال 1965م معرکې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د پاکستان تورزن قام د خپلو پولو د حفاظت لپاره هره ګړۍ چمتو ولاړ دی.

بیان کې ویل شوي چې په شپږم ستمبر د خاورې بچو د خپلو ځانونو په قربانولو سره د پاکستان خاوره د نه ماتېدو جوګه کړه اؤ نن ټول قام د هغوي قربانیو ته سلام وړاندې کوي.

په 6م ستمبر کال 1965 کې د ګاونډي هیوادونو هند اؤ پاکستان ترمنځ یوه خونړۍ جګړه شوې وه چې په دغه جګړه کې دواړو خواؤ یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کړې وې اؤ تر هغې وروسته پاکستان د شپږم ستمبر ورځ د خپلې ملي ورځې په توګه لمانځي.

د ننۍ ورځې په مناسبت نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پخپل پېغام کې ویلي چې پاکستان نن د تندلاریتوب، ترهګرۍ اؤ بهرني تیري په څېر د امنیتي چیلنجونو سره مخ دی.

نګران وزیراعظم ویلي د ملک د سلامتیا اؤ ترقۍ پرضد د ناوړه ارادو شنډولو لپاره قام د خپلو پوځونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی اؤ د امنیتي اؤ معاشي چیلنجونو څخه به د پاکستان حفاظت کوي.

نوموړي ویلي د جمو و کشمیر پخوانۍ شخړه د سیمې امن اؤ سلامتۍ ته تر ټولو ستر چیلنج دی اؤ‌ په نړیواله ورورولۍ یې غږ کړی چې د دې ستونزې هوارې کې خپل کردار ادا کولو ته راوړاندې شي.

د اګست کال 2019م نه هند د خپلې برخې د کشمیر خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نیغ په نیغه یې پرې خپله واکمني ټینګه کړې ده چې پاکستان د هند دا اقدام تیری اؤ هند یې خپل حق ګڼي.

ډان ورځپاڼه پخپل یو رپورټ کې وایي، د تېرو څلورو کلونو په مهال د هند د واک لاندې کشمیر کې قابو 900 کسان وژل شوي چې دې کې د هند 144 امنیتي عسکر هم شامل دي.

د روان کال د پیل نه تر اوسه دغلته 63 کسان وژل شوي چې هغو کې نهه عام وګړي،16 سرکاري مامورین اؤ 38 کشمیریان وسله وال شامل دي.

کشمیر په کال 1947 کې د پاکستان او هند د ازادۍ په مهال دوه ځايه وېشل شوی او د هغې وخت نه دغه سيمه لانجمنه پاتې شوې ده.

د ایټمي وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې د لسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې د برتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې د کشمیر د شخړې پر سر درې سترې جګړې کړې دي.

هند د کلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980 م د لسیزې د وروستیو نه د هند د واک لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.

پاکستان د هند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ د حق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG