لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو شخصي تجارتي پلاوی د طالبانو په واکمنۍ کې لومړی ځل کابل ته تللی دی


د طالبانو تر واکمنۍ څه باندې دوه کاله وروسته په لومړي ځل د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په "ملاتړ" د تجارت یو پلاوی افغانستان ته تللی او د طالبانو د حکومت د چارواکو په ګډون یې د شخصي کاروبارونو له استازو سره لیدلي دي.

د دې پلاوي مشري د امریکې او افغانستان د تجارت د چېمبر مشر جېفري ګریکو کوي، چې د ستمبر په شپږمه د کابل په سرینا هوټل کې «د افغانستان تجارتي او اقتصادي اړیکې» تر سرلیک لاندې کانفرنس ته ویلي:

"دا سفر د ډېرو میاشتو د کار نتیجه ده او موږ تاسو ته یو لیک در سپارلی چې د امریکې د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه مِشن د اهمیت د ملاتړ لپاره راکړی دی او هغه مِشن د 2021م کال له اګست وروسته کابل ته د شخصي سیکټر د پلاوي سفر دی".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه کابل ته د دې پلاوي په اړه څه معلومات نه دي خپاره کړي، خو د طالبانو تر انتظام لاندې سرکاري ټیلیویژن «آر ټي اې» پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] او یوټیوب د سرینا هوټل د غونډې تفصیلي ویډیو خپره کړې ده.

د طالبانو د تجارت وزارت یو چارواکي عبدالسلام جواد وي او اې ډیوه ته تایید کړه چې د امریکا د تجارت یو پلاوی کابل ته ورغلی او له افغان تاجرانو او د طالبانو له مشرانو سره یې لیدلي دي.

ښاغلي جواد په ټیلیفون وویل، نور تفصیل به د پنجشنبې- زیارت په ورځ له دې پلاوي سره تر غونډې وروسته شریک کړي.

یو افغان تاجر عبدالجبار ساپي هم وي او اې ډیوه ته وویل چې په سرینا هوټل کې یې له دې امریکایي پلاوي سره ولیدل خو تفصیل یې وړاندې نه کړ.

په دغه اقتصادي کانفرنس کې د طالبانو د وزیراعظم لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادار په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د پرایوېټ سیکټر یو شمېر استازو هم برخه اخیستې وه.

د امریکا او افغانستان د تجارت چېمبر مشر جېفري ګریکو وویل، امریکې ته له ستنېدو وروسته به ددې هیواد د استازو مجلس له غړو سره هم ویني او کابل ته د سفر لیدلی حال به هغوی ته به وايي.

جېفري ګریکو په خپلو خبرو کې په امریکا کې «د افغانستان بانک» د شاوخوا نهه ارب ډالرو شتمنۍ د کنګل کېدو مسئلې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د خزانې وزارت له بندیزونو ددغو پیسو د ازادولو لپاره به کمپېن وکړي.

هغه وویل افغانستان بانک ته ددغو کنګل شویو پیسو ستنیدل به ممکن نه وي خو زیاته یې کړه، چې د یوې داسې لارې د لټولو هڅه به وکړي، چې دا پیسې خصوصي امریکايي منځګړو بېنکونو ته وسپارل شي.

دې غونډې ته د طالبانو وزیراعظم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې وویل، حکومت یې د اقتصادي او تجارتي ودې لپاره بهرنیو او کورنیو سرمایه کارانو او تاجرانو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي:

"د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] راتګ سره اقتصادي حالت- چې له جدي ګواښ سره مخ وو- اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد [بډې] ختم شوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، افغانۍ د بهرنۍ کرنسۍ پر وړاندې پر ځای ولاړه ده".

ملا برادر ویلي چې په افغانستان کې نه یواځې افغانان، بلکې بهرنیان هم پانګونه کولای شي، چې وایي ښه مثال یې دهرات دغوریانو د اوسپنې په کان کې له افغان سرمایه کارانو سره د اېشیایي او یورپي هېوادونو د پانګوالو ګډه سرمایه کاري ده.

د امریکې او افغانستان د تجارت چېمبر په 2002م کال کې جوړ شوی، چې په امریکا او افغانستان کې یې هر کال غونډې کولې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې فعالیتونه ځنډېدلي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG