لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان میډيا دعوه: طالبان حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه نه ورکوي اؤ لیدنې یې ورته محدودې کړې دي


پېښور- افغان رسنیو دعوه کړې ده چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د بهرنیو سفرونو مخه نیولې ده اؤ په هغه یې یو شمیر بندیزونه لګولي دي.

حامد کرزي ته نزدې کسان وایي د طالبانو حکومت پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د انګلستان له سفر وروسته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې چې له هېواده بهر سفر وکړي اؤ وایي هم یې د هیواد دننه د هغه پر لیدنو کتنو بندیزونه سخت کړي دي.

د افغانستان طلوع نیوز په خپل رپورټ ‌کې حامد کرزي ته د نزدې کسانو له قوله ویلي، لندن ته له سفر وروسته دریوؤ نورو هېوادونو هم ښاغلي کرزي ته د سفرونو بلنه ورکړې ده خو لا تر اوسه د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالب چارواکو لا په رسمي ډول دې دعوؤ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی .

تر دې وړاندې روانه اوونۍ په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې هم مخې ته راغلې دي چې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم نور نه غواړي افغانستان ته ستون شي اؤ په هند کې یې د جلا وطنۍ تېرولو پرېکړه کړې ده خو پخپله عبدالله عبدالله د دې دعوؤ هیڅ تصدیق یا تردید نه دی کړی.

د حامد کرزي په پخواني حکومت کې د هغه د پخواني مشاور شهزاده مسعود له قوله طلوع نیوز پخپل رپورټ کې ویلي "کله چې کرزی صاحب له انګلستانه بېرته هېواد ته راستون شو، له هغې وروسته دریوؤ هېوادونو ورته رسمي بلنه ورکړه، خو له بده مرغه د سفر اجازه ورنه کړل شوه"

شهزاد مسعود وایي"تر کومه ځایه چې د کورنیو لیدونو موضوع ده، افغانان هره ورځ راځي، بیرون کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې اسناد څېړل کېږي او له هغې وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي"

سرچینې وایي څو ورځې وړاندې طالبانو حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د ایران د استازو د مجلس د غړو یو پلاوي سره ملاقات وکړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم دلیل وړاندې کړی دی.

د طلوع نیوز له مخې د پخواني ولسمشر کرزي پر اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه به کله ناکله له هېوادوالو او بهرنیو چارواکو سره د لیدنې خبرونه خپرېدل؛ خو له اتوؤ ورځو وروسته دا لومړی ځل دی چې تېره ورځ‌ پر دې پاڼه په کابل کې د جاپان له سفیر سره د کرزي د لیدنې خبر خپور شوی دی.

افغان څېړونکی نجیب ننګیال وایي، طالبان په افغانستان کې دننه د سياسي مشرانو سره نامناسبه رويه کوي او دا مهال قابو هغه ټول سياستمداران چې په افغانستان کې یې پاتې کېدو ته زړه ښه کړی و،‌ د ډول ډول توهين او بنديزونو سره مخ دي.

په ایکس (پخوانۍ ټویټر) رسنۍ ښاغلي ننګیال لیکلي، په کابل کې د حامد کرزي وجود نور بې مانا دی او بهر مېشته کېدل یې په داسې ډول چې د طالبانو ضد ملي حرکت کې کار وکړي، د هېواد په ګټه دی.

هغه وایي، طالبان د سياسي‌ تفاهم او اوږدمهاله ثبات د رامنځته کولو لپاره د ټول شموله سياسي پروسې او مذاکرې هيڅ ډول اراده نلري. ټولې هغه ژمنې یې چې د مسکو او دوحې په ناستو کې د جمهوري نظام د وخت له سياستوالو سره کړې وې،‌ دروغ او دوکه وه.

د ښاغلي ننګیال په خبره، طالبان فکر کوي چې افغانستان یې په زور نيولی او په زور یې ساتلی شي. بناء سياسي اجماع، د ملت رضا، کورنی مشروعيت، ټول منلی اساسي قانون... د طآلبانو په قاموس کې نشته او يوازې د قوې استعمال دوی مجبورولی شي ډيالوګ ته حاضر يا محوه شي.

په دې وروستیو کې په افغان میډیا داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي دي چې طالبانو له حامد کرزي سره د افغانانو لیدل کتل محدود کړي دي، د طالبانو د استخباراتو ریاست چې د حامد کرزي د کور د دروازې د امنیت مسوولیت پر غاړه لري، څو وارې کرزي ته ویلي چې د داعش خراسان له لوري ورته امنیتي ګواښونه متوجې دي نو دوی ځکه د حامد کرزي ناستې محدودې کړي دي.

وي او ای ډیوه د حامد کرزي د نظر معلومولو لپاره په کابل کې د هغه د سکتر سره د واټسف له لارې پرله پسې د تماس نیولو هڅې وکړې خو دغه هڅې کامیابې نه شوې.

په اګست کال 2021م کې په افغانستان کې دطالبانو لخوا یو وارې بیا په حکومت له قبضې کولو وروسته پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې پاتې شو اؤ هغه څو کرته په دې دوران کې بهرني سفرونه هم کړي خو بیا هیواد ته راستون شوی دی

هر څو که حامد کرزی د طالبانو د حکومت په تګلارو په غوڅ ډول نیوکې نه کوي اؤ نه یې هم تر اوسه د هغوي د تګلارو ملاتړ اعلان کړی دی خو د طالبانو لخوا د نجونو په زده کړو د بندیز داقدام سره یې مخالفت ښودلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG