لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا ټانک سیمه کې په پولیس څوکۍ د وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی دی


پېښور- پولیس سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې وسله والو د پولیسو یوه څوکۍ باندې برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید د ټانک د سټي پولیس تاڼې په حدودو کې په سمیع الله پولیس څوکۍ شوی دی.

سرچینې وایي وسله والو په پولیس څوکۍ ناتاره ډزې کړي چې پکې د احسان الله په نوم یو د لیویز پولیسو عسکر په موقع وژل شوی دی .

د سرچینو په وینا تر برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي اؤ په ګڼ شمیر کې پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د لټون عملیات یې پیل کړي دي .

په سمدستي توګه د دې برید پړه چا پرغاړه نه ده اخېستې .

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې هم په ټانک ضلعه کې ترهګرو په جنډوله پولیس تاڼه د راکټونو برید کړی و خو په دغه برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده وه اوښتې.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي‌ په خپل یو لنډ بیان کې په جنډوله پولیس تاڼه د شوي برید ذمه واري قبوله کړې وه.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول بیا په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو، پولیس تاڼو اؤ پوځي ودانیو د ترهګرو بریدونو کې زیاته چټکتیا رامنځته شوې ده چې په دې بریدونو کې په سلګونو پولیسو، پوځیانو، د ایف سي اؤ رینجرز ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

هم پرون د شورو یا چهارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د افغانستان له لوري د ټي ټي پي وسله والو د پوځ په دوؤ څوکیو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د پوځ په وینا دې بریدونو کې څلور پوځيان اؤ 12 ترهګر وژل شوي دي.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال د اګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ د پښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG