لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وایي روس د بلینکن د سفر په وخت پر یو مارکیټ برید کړی او 17 تنه یې وژلي دي


اوکرایني چارواکي وایي د هېواد د ختیځ ښار کوستیانتینیوکا پر یو له ګڼې ګوڼې ډک بازار یې روسي ځواکونو برید کړی چې لږ تر لږه 17 تنه پکې وژل شوي او 32 نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین پوځ وایي روسي ځواکونو بېګا شپه ناوخته پر سومي او اوډیسه سیمو بریدونه کړي او په دې بریدونو کې یې له 33 ډرون الوتکو کار اخیستی چې وایي د دوی هوایي دفاعي ځواکونو 25 ویشتلې دي.

روسي ځواکونو دا بریدونه په داسې وخت کړي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په ناڅاپي سفر اوکراین ته تللی وو او هلته یې د دې هېواد له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره لیدلي وو. ښاغلي بلینکن پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:

"له صدر زلنسکي سره مې ولیدل چې اوکراین او خلکو ته یې د امریکې اټل اراده وړاندې کړم، موږ له اوکراين سره تر هغه وخت ولاړ يو چې دی ولاړ وي".

د اوکراین د صدر دفتر چارواکو جاري کړې ویډیوګانې پر سوشل مېډیا خپرېږي چې ښيي خلک تر یوې لویې چاودنې وروسته پر مځکه لوېږي یا خوندي ځای ته منډې وهي.

صدر ولادیمیر زلنسکي دا برید غندلی او پر ایکس [ټویټر] لیکلي چې د جګړې ډګر ته نیژدې په دې صنعتي ښار کې "روسي ترهګرو" مارکیټ، دوکانونه او یو درملتون په برید کې په نخښه کړي دي.

ښاغلي زلنسکي ویلي، "دې روسي شر ته باید ژر تر ژره ماتې ورکړل شي"، اوکرایني صدر د دې تازه برید او له برید وروسته د تباهۍ ویډیو خپره کړې او ورته لیکلي یې دي:

"که په نړۍ کې څوک اوس هم هڅه کوي له روس سره راشه درشه ولري، د دې معنا دا ده چې پر دې حقیقت سترګې پټوي: د شر بېباکي، د بدۍ ګستاخي، بېخي غیر انساني."

صدر زلنسکي وروسته په پایتخت کیف کې یوې خبري غونډې ته وویل، دی په دې باور دی چې پر دې "پرامنه ښار" دا برید د روسي ځواکونو له خوا په قصدي ډول شوی دی.

تر دې برید وروسته د رویټرز خبري ایجنسۍ په ویډیو کې د ورانو دوکانونو خځلې، تباه شوي موټرونه او له خاورو خځلو او اوسپنیزو ټوټو ډکه کوڅه لیدل کېږي چې د بیړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي یې په پاکولو بوخت دي.

په فارمېسي یا درملتون کې یوه کارکوونکې ډیانا خوډک وایي،‌ "ما یواځې یو څرک ولید او بیا مې خپلو همکارانو ته چیغه کړه چې 'پر مځکه پرېوزئ'. ټول اخیستونکي پر مځکه پرېوتل، ما اورېدل چې شیان راباندې را غورځېږي، بیا هر څه په لوګیو کې پټ شول او اور ولګېدل".

ډیانا خوډک وایي "یوه ټپي ښځه پخپله درملتون ته راننوته، تر لاس او پښې یې وینه روانه وه، پر لاس یې لوی زخم جوړ وو، یوه بله ښځه پوځیان را ننه ایسته، چې پښه یې ماته وه او هډوکی ورپسې ځړېده".

د دونیڅک کوستیانتینیوکا ښار اتلس میاشتې مخکې چې لا روس پر اوکراین یرغل نه وو پیل کړی ابادي یې شاوخوا 70,000 وه، دا ښار له تباه شوي بخموت ښاره شاوخوا 30 کیلومیټره لرې دی چې له څو میاشتو پکې توده جګړه روانه ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، اوکراین په تېرو درو میاشتو کې په دفاعي جګړه کې ډېر مهم پرمختګ کړی دی او له دې هېواد سره یې تر یو ارب ډالرو زیاته نوې مرسته اعلان کړه.

په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته امریکې له دې هېواد سره څه باندې 40 ارب ډالره پوځي مرسته کړې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمترو کولیبا سره ګډې خبري غونډې ته وویل:‌

"موږ نن په دې ګډه هڅه کې نوې مرستې اعلانوو چې ارزښت یې څه باندې یو ارب ډالر کېږي. په دې کې 665.5 میلین ډالره د ملکي امنیت لپاره او نوې پوځي مرستې هم شاملې دي".

روس سمدستي د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او پر عامو خلکو د قصدي برید کولو دعوې یې رد کړې دي.

کریملین د شورو- چارشنبې په ورځ د اینټني بلینکن د سفر په اړه ویلي، ماسکو په دې باور دی چې واشنګټن پلان لري د اوکراین له پوځ سره مرستو ته دوام ورکړي او "تر وروستي اوکرایني پورې دا جګړه وغزوي".

یادونه:- د دې رپوټ زیات مواد له رویټرز خبري ایجنسۍ ا خیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG