لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بار کونسل په ملک کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې


پاکستان بار کونسل [د قانون پوهانو وکیلانو اتحادیې] ويلي "په ملک کې د انتخاباتو وروسته کېدو په حواله ګنګوسې دي، الېکشن کمېشن دې د ايين ترمخه په ملک کې په 90 ورځو کې انتخابات وکړي او صدر دې په دغه لړ کې خپل اييني کردار ولوبوي".

پاکستان بار کونسل ویلي، په اسلام اباد کې د پاکستان د قانون پوهانو استازو غونډه شوې، په ملک کې د سياسي بحران، د انتخاباتو کولو، وکيلانو د نیولو، بجلۍ د زیاتو بلونو او بې درکه کسانو په موضوعاتو یې بحث کړی دی.

د بار کونسل په اعلاميه کې ويل شوي، د وکيلانو د نيولو غندنه شوې او د نيول شوو وکيلانو په سمدستي ډول خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

بار کونسل ويلي، ټول بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.

وکيلانو د سیاسي ګوندونو نه غوښتي چې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو دپاره ګامونه پورته کړي او نګران حکومت دې د اقتصادي بحران په حواله ټول ګونديز کانفرنس راوبلي.

پاکستان بار کونسل په نهم ستمبر په ټول ملک کې د کاربنديز اعلان کړی دی.

د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي ویلي، حکومت به د الېکشن کمېشن په اعلان د انتخاباتو په کولو کې هر ډول ممکنه مرستې کوي او د بجلۍ په بلونو کې د ولس ته د ښېګړې ورکولو په حواله به راتلونکو ورځو کې هر څه واضحه شي.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه سولنګي د زيارت په ورځ يو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ویلي، الېکشن کمېشن کله انتخابات اعلان کړي حکومت به یې مرسته کوي ځکه دوی د ايين د ساتنې سوګند پورته کړی دی.

هغه ويلي، دوی ته چې کوم مېنډېټ ترلاسه شوی د هغې لاندې به کار کوي، رڼې او بې طرفه ټاکنې يا انتخابات کول د الېکشن کمېشن کار دی.

په درېم ستمبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] هم ملک کې د انتخاباتو په حواله غېر يقيني حالاتو باندې اندېښنه څرګنده کړې او د الېکشن کمېشن نه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهالوېش [شيډول] اعلانولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان الېکشن کمېشن په 17م اګست ويلي وو، د 14م دسمبر پورې به نوې حلقه بنديانې کولی شي او د دغه اعلان سره سم پاکستان کې د انتخاباتو د ټاکلې مودې نه په وروسته کېدو پوښتنې راولاړې شوې وې.

د اييني چارو پوهانو په وینا کله قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل شي نو بيا عام انتخابات په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چري اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي. د پاکستان تېره قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې تحليل يا ماته کړی شوې وه.

په اییني توګه د پاکستان د تېر حکومت موده په 12م اګست سرته رسېدونکې وه خو مخکيني وزیراعظم شهباز شریف په نهم اګست د قامي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې او صدر عارف علوي هم په هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ماتولو منظوري ورکړې وه.

خو د روانې میاشتې په سر کې بیا الېکشن کمېشن ویلي وو، د سياسي ګوندونو سره د مشورو او حلقه بنديانو زر تر زره بشپړ کولو دپاره د حلقه بنديانو کولو نېټه راکمه کړی شوې او ختمي حلقه بندۍ به په 30م نومبر اعلانولی شي.

الېکشن کمېشن ویلي، د حلقه بنديانو کولو وخت راکمولو هدف زر انتخابات ممکن کول دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG