په هند کې د نړۍ د پیاوړو اقتصاد لرونکو هیوادونو د ایتلاف جي-۲۰ د روانې غونډې په وړومبۍ ورځ غړي هیوادونه په یوه اعلامیه سلا شوي دي چې پکې غړو د اوکراین د جګړې په معامله د روس دغندنې کولو ډډه کړې ده. په جي ټوینټي کې افریقايي اتحاد ته هم مستقل غړیتوب ورکړی شوی دی.
دهند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د جي۲۰ د دوه ورځنۍ غونډې په وړومبۍ ورځ د شنبې یا خالي په ورځ دهند وزیراعظم نریندرا مودي اعلان وکړو چې دهغه د ډلې د سخت زیار په نتیجه کې د جي ۲۰ سرمشریزه غونډه کې په اعلامیه د رایو اتفاق پیدا شوی دی.
په اعلامیه کې د اوکراین د جګړې په ګډون په نړیواله کچه د خوراکي تحفظ، توانایۍ، چاپېریال، روغتیا اؤ نورې ستونزې راڅرګندې کړل شوې دي.
نړیوالو مشرانو په اوکراین کې په بیړني ډول د هر اړخیز، منصفانه اؤ دایمي امن په ټینګښت ټینګار کړی دی خو اعلامیه کې یې د روس غندنه نه ده کړې.
په اعلامیه د نړیوالو مشرانو یووالی راتلل د حیرانۍ وړ بلل کیږي ځکه چې تر دې وړاندې د اوکراین په معامله د جي ۲۰ هیوادونو تر منځ د رایو اختلاف موجود ؤ.
له اعلامیې وړاندې اروپایي هیوادونو د اوکراین د جګړې په معامله د روس په غندنې ټینګار کولو اؤ ځینو نورو هیوادونو بیا غوښتل چې باید په پراخه کچه معاشي ستونزو ته پام واړول شي.
په اعلامیه کې د غړو هیوادونو نه غوښتنه شوې ده چې هغوي باید په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره د طاقت له کارولو ډډه وکړي اؤ یا دې هم د هیڅ یو ریاست د سیمه ییزې سلامتۍ پرضد کار ونه کړي.
اعلامیه کې د اټومي وسلو استعمال یا د استعمال ګواښونه د نه منلو وړ بلل شوي اؤ ټینګار شوی چې باید په هیڅ صورت ورته غاړه کښېنښودل شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې موجوده دور باید د جګړو دور نه وي.
اعلامیه کې د روس اؤ اوکراین نه د غلې دانې، خوراکي توکیو اؤ سرې بغیر له کوم خنډ اؤ ځنډه د رسد باوري کولو غوښتنه هم شوې ده.
اعلامیه کې د خوراک اؤ توانایۍ د تحفظ برقراره ساتلو په ارزښت ټینګار شوی اؤ غوښتنه شوې ده چې دې سره په اړونده بنیادي اډاڼه یا انفراسټرکچر باید د پوځي عملیاتو یا نورو حملو مخه ونیول شي.
په نوي ډیلي کې د ګروپ جي ۲۰ د اتلسمې سرمشریزې غونډې د خالي - شنبې په ورځ دوه پړاوونه شوي دي. د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک غونډې ته وویل:
"دا د جي ټوینټي دویمه غونډه ده او د روس یواځیوالی ښکاره دی. د روس صدر ولادیمير پوتین دلته نه شته. زه خوشاله يم چې جي ټوینټي په اوکراین د روس د غیرقانوني یرغل په اړه په سخته ژبه کارولو سلا شوی دی".
د امریکې دصدر جوبایډن په ګډون د برتانیې، ترکیې، مصر، متحده عرب اماراتو، جاپان، اسټریلیا، انډونیشیا او جنوبي افریقې په ګډون د څو هیوادونو مشران اؤ د اروپایي اتحادیې لوړ پوړي چارواکي اؤ د ګڼو نړیوالو تنظیمونو مشران په نوي ډيلي کې موجود دي خو د روس اؤ چین صدرانو بیا په دې غونډه کې برخه نه ده اخستې البته ددغو دواړو هیوادونو استازي د جي ۲۰ غونډې ته ورغلي دي.
د غونډې دویم پړاؤ ته وینا کې د هند وزیراعظم نریندر مودي پخپله لنډه وینا کې ویلي چې چې دده ډله د سخت محنت په نتیجه کې په دې توانېدلې ده چې د جي ۲۰ د سرمشریزې غونډې په اعلامیه د غړو تر منځ اتفاق پیدا کړي. ښاغلي مودي غونډې ته وویل:
"ملګرو! د کویډ وبا وروستو نړۍ د اعتماد د کمۍ د یوې غټې شخړې سره هم مخ شوې ده. جنګ دا کمی نور هم زیات کړی دی. که مونږ هر چاته ماتې ورکولی شو، نو مونږ د خپلمنځي ناباورۍ په شخړه هم قابو موندلی شو".
ښاغلي مودي د نړیوالو مشرانو نه غوښتنه وکړه چې په نړیواله کچه د باور نشتوالي په بهروسه یا باور کې بدل کړي اؤ وي ویل له کرونا وبا وروسته نړیواله ورورولي د باور د نشتوالي سره مخ ده.
هغه هیله وښودله چې څنګه نړیوالو مشرانو په کرونا وبا قابو وموندله دغسې به د باور دنشتوالي په چیلنج هم قابو ومومي.
د نړۍ د شتمنو هیوادونو په دې ایتلاف کې امریکا،، برتانیه، روس، فرانس، چین، جرمني، اسټریلیا، کینیډا، ترکیه، اټلي، جاپان، هندوستان، سعودي عرب، انډونیشیا، جنوبي افریقه، ارجنټینا، جنوبي کوریا او میکسیکو شامل دي اؤ ددې تر څنګ اروپایي اتحاد هم پکې شامل دی.
یادونه:- رپوټ کې د اې پي، اې ایف پي او رویټرز ځینې معلومات هم شامل دي.
Forum