د شمالي افریقې په مراکش هېواد کې پرونۍ زورورې زلزلې په غرنیو کلیو او پخوانیو ښارونو کې ګڼ شمېر ودانۍ نړولې دي چې له کبله یې د مړیو شمېر تر 2,000 شوی او تمه کېږي چې نور خلک به هم تر خاورو لاندې وي.
دا زلزله چې د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه د مراکش په جنوب لوېدیځ کې تر مځکې 18.5 درجې ژوره وه، په تېرو 120 کلونو کې په دې هېواد کې تر ټولو زوروره زلزله ګڼل شوې ده، چې په رېکټر سکېل یې شدت6.8 وو.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په شپه وویل، چې په زلزله کې تر اوسه لږ تر لږه د 2,021 کسانو مړینه تایید شوې چې وایي زیات یې په مراکیچ ښار او د زلزلې مرکز ته په نیژدې پینځو نورو صوبو کې دي.
وزارت وایي د زلزلې له کبله لږ تر لږ 2,059 تنه ټپیان شوي هم دي چې وایي په هغوی کې د 1,404 کسانو حالت مرګونی دی.
د ژغورنې کارکوونکي له خاورو د خلکو په را ایستلو بوخت دي او هڅه کوي هغو زیاتو ځپل شویو لرې پرتو سیمو ته ځانونه ورسوي، چې تمه کېږي نور خلک به یې هم د نړېدلیو کورونو تر خاورو خځلو لاندې وي.
زلزلې د اطلس له غرنیو سیمو د مراکش تر تاریخي ښار پورې سلګونه ودانۍ تباه کړې دي، چې له کبله یوې خواته په دغو ودانیو کې استوګن زرګونه خلک مړه او ټپیان دي او بلې خواته زرګونه خلک بې کوره شوي او بیړنیو پناه ځایونو، اوبو او خوراک ته اړتیا لري.
د وچکالۍ ځپلې اورګاني درې په ګډون له لرې پرتو کليو سره د نړۍ اړیکې پرې شوې دي ځکه چې د زلزلې له کبله یې بجلۍ تللې او د موبایل ټیلیفونونو نیټورک یې کار پرېیښی دی.
د مراکش سرکاري ټیلیویژن تر زلزلې وروسته د مراکیچ ښار اوسېدونکي ښکاره کول چې په کوڅو کې یوې بلې خواته ولاړ وو او په سیمه کې د زلزلې د ټکنانونو له کبله دوی له ډاره خپلو بچ پاته کورونو ته هم نه شو ستنېدای.
د مراکیچ ښار یو مشهور جومات «کوتوبیا مسجد» هم زلزلې زیانمن کړی دی، چې په دوولسمه پېړۍ کې جوړ شوی وو، خو دا نه ده معلومه چې څومره زیان ورته رسېدلی دی.
په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د دې جومات 69 میټره (226 فوټه) میناره لړزېږي خو نړېدلې نه ده. دې منارې ته «د مراکیچ بام» هم ویل کېږي.
د مراکش خلکو د هغو تاریخي او مشهورو سرو دېوالونو ویډیوګانې هم پر سوشل مېډیا پوسټ کړې دي چې تر زاړه ښار را تاو شوي او د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په نړیوال میراث کې شاملې کړې دي، زلزلې د دغو دېوالونو ځینې برخې زیانمنې کړې دي.
د مراکش باچا محمد شپږم په هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې تر خاورو لاندې د خلکو د موندنې او ژغورنې ځانګړې ډلې جوړې کړي او د زلزله ځپلو سیمو سرجیکل روغتون متحرک کړي.
د نړۍ د مشرانو غبرګونونه او د مرستې وړاندیزونه:
د نړۍ ډېرو مشرانو په زلزله کې د خلکو پر مړینه خواشيني ښکاره کړې او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مرستې وړاندیزونه ورته شوي خو د مراکش حکومت په رسمي ډول د مرستې غوښتنه نه ده کړې.
د ترکیې صدر رجب طیب اردوان، چې په لسګونو زره خلک یې سږ کال په زوروره زلزله کې مړه شوی، په هغو مشرانو کې دی چې مراکش ته یې د مرستې وړاندیز کړی دی.
فرانس او جرمني هم د مرستې وړاندیز کړی چې ډېر مراکشیان یې په هېوادونو کې اوسېږي. د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون ویلي، د زلزلې خبرونو "ډېر غمجن" کړی او زیاتوي "فرانس د لومړنیو مرستو رسولو ته چمتو دی".
د جرمني وزیراعظم اولاف شولتز ویلي، "زموږ فکر د دغې ویجاړوونکې زلزلې له قربانیانو سره دی. زموږ خواخوږي له ټولو زیانمنو شویو سره ده".
د امریکې ولسمشر جو بایډن د مراکش په زلزله کې د خلکو پر مړینه خواشیني ښکاره کړې ده. بایډن له نوي ډیلي په خپل پیغام کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي امریکا "هر ډول ضروري مرستو برابرولو ته چمتو ده."
د سينهوا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې، د چين صدر شي جينپينګ پرون د مراکش پاچا شپږم محمد او د دې مرګوني ناورين قربانيانو ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
د سپېن د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږۍ ښکاره کړې او له مراکش سره د مرستې لپاره د ژغورونکو ډلو د استولو وړاندیز یې کړی دی.
د افريقایي کميشن مشر موسى فقي محمد د مراکش له پاچا او خلکو سره خواخوږي کړې او وایي په مراکش کې پر دې خونړۍ طبیعي پېښه ډېر اندېښمن دى.
د وېټیکن په وینا، د نړۍ د کېتولیک عیسایانو مشر پاپ له زلزلې وروسته له مراکش سره خپل "ژور پیوستون" څرګند کړی دی.
د ایټلي وزیراعظمې جورجیا میلوني ویلي، د زلزلې د غمجنې پیښې په زیانونو خبره شوې ده او زیاته کړې یې ده چې "ایټلي په دې بیړني حالت کې د مراکش ملاتړ ته چمتو ده."
د یورپي کمیشن مشرې اورزلا وېن ډیرلاین د مراکش له خلکو خواخوږي څرګنده کړې او د یورپي اتحادی لوړپوړي سفارتکار جوزپ بوریل ویلي دا ټولنه چمتو ده چې مراکش ته "هر ډول مرستې چې وغواړي" چمتو کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، "د مراکش پاچا محمد شپږم او ټولو مراکشیانو ته د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي". هغه په ټولنیزو رسنۍ لیکلي: "اوکراین په دې غمجن وخت کې له مراکش سره پیوستون څرګندوي."
د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دې ته ورته احساسات څرګند کړي او د مراکش پاچا ته یې په یو پیغام کې ویلي، "موږ د مراکش د دوست ولس په درد او غم کې شریک یو".
د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي، "په مراکش کې د زلزلې له امله د خلکو په مړینې ډېر دردېدلی یم".
د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان ویلي، "موږ په دې سخت وخت کې د مراکش د سلطنت سره ولاړ یو او د ټولو زیانمنو کسانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو".
د اماراتو د دولتي خبري اژانس «وام» په وینا، شیخ محمد بن زاید مراکش ته "د هوا له لارې د ضروري مرستو رسولو" امر هم کړی دی.
ایران چې له مراکش سره یې اړیکې خړې پړې دي، ددې غمجنې پیښې په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د عراق وزیراعظم محمد شیعه السوداني ویلي چې عراق "د هر ډول مرستو رسولو ته تیار دی".
د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، هغه "ټولو سرکاري ادارو او ځواکونو ته لارښوونه کړې د مراکش خلکو ته دې هر ډول ضروري مرستې چمتو کړي، چې سیمې ته د مرستندویه پلاوي لېږل په کې شامل دي".
د اردن پاچا دوهم عبدالله هم له خپل حکومته غوښتي د مراکش سره هر ډول ضروري مرستې وکړي.
د سعودي عرب په پایتخت جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان مشر حسین براهیم طاها هم د "قربانیانو د بخښنې او د زخمیانو د بیړنۍ روغتیا" دعا کړې ده.
یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له اې پي او څه برخه له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.
Forum