د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ادارې د اتوار/یکشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي چې افغانستان کې د مېت امفیتامین یا شیشې جوړولو کاروبار دومره په تېزۍ په سېوا کېدو دی چې نړۍ کې یې چېرته هم مثال نه لیدل کیږي.
که څه هم د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک اختیار ته د طالبانو د راستنېدو نه پس، طالب چارواکو د مخدره موادو په ضد جنګ اعلان کړی، مګر ددې باوجود، افغانستان اوس مهال د نړۍ په کچه د اپیمو او هېروئینو یو ستر تولیدوونکی ملک هم دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرائمو اداره، چې دا رپوټ یې خپور کړی دی، وایي چې په افغانستان کې مېت امفیتامین یا شیشه، اکثره د هغو پیداوارو جوړیږي چې په قانوني حیث قابل دستیاب دي او یا د اېفېډرا په نوم د یو قسم بوټي نه رااېستل کیږي، چې په بیابان کې راشین کیږي.
په رپوټ کې، د افغانستان د مېت/شیشې جوړولو کاروبار، په قامي او سیمه ییزه کچه د خلکو صحت ته یوه زیاتېدونکې خطره بللی شوې ده. رپوټ وایي چې د یورپي اتحاد او ختیځې افریقې نه د داسې مېت/شیشې د نیولی کېدو رپوټونه ورکړی شوي چې ګومان کیږي د افغانستانه هغو سیمو ته وړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا هم یاده شوې چې په کال ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د سل کلوګرامه نه کم مېت/شیشه جوړ شوي و، خو په ۲۰۲۱ کال کې دا اندازه قریب دوه زره و اووه سوه (۲۷۰۰) کلوګرامو ته ورسېدله چې په پیداوار کې یې ډېره زیاته اضافه څرګندوي. په افغانستان کې کره شماریاتو ته د رسایي نه درلودلو د وجې، په هغه ملک کې د مېت/شیشې د سپلائي، د موجوده پیداوار اندازه، او په ملک کې دننه د شیشې د استعمال اندازه او شمېرې نه دي ورکړی شوي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرائمو په دفتر کې د پلټنې او ټرېنډ مشره تجزیه کاره انجېلا مي د اېسوشیټډ پرېس ادارې ته ویلي چې د شیشې جوړول، په خصوص افغانستان کې، د هېروئینو یا کوکائینو د پیداوار په نسبت جوړوونکو ته یې څو څو مفادات لري.
هغې زیاته کړه: "ضرور نه دی چې د کوم بوټي فصل ته انتظار وکاږئ، ځمکې ته ضرورت نلرئ، صرف ماهرو کسانو ته ضرورت لرئ او دا چې پوهه شئ شیشه څنګه جوړیږي. د مېت/شیشې لېباټرۍ یا کارخانې، ګرځنده دي، خفیه دي. افغانستان کې د اېفډرا بوټي هم موجود دی، کوم چې د شیشې جوړولو په نورو سترو ملکونو لکه میانمر او مکیسکو کې نشته. دا بوټی په افغانستان کې قانوني پیدا کیږي او هرچرته راشین کیږي، مګر [د شیشې جوړولو ته] ډېره اندازه دا بوټي ضروري دي."
مېرمن مي وویل، تر اوسه لا دا نه ده معلومه چې د مخدره موادو په ضد د طالبانو اعلانې شوې مبارزې، د مېت/شیشې په سپلائی باندې څه اثر درلودلی دی.
د طالبانو د داخله وزارت یو ترجمان عبدالمتین قانع اېسوشیټډ (اې پي) خبري ادارې ته وویل چې د دوی حکومت په افغانستان کې د هر قسمه منشیاتو او مخدره موادو زراعت، پیداوار، خرڅېدل او استعمال بند کړی دی.
قانع دا هم وویل چې طالب چارواکو شاوخوا دوولس زره (۱۲۰۰۰) اېکړه ځمکه، چې په کې مخدره مواد کرل شوي و، او همدا راز شپږ سوه و څلور څلوېښت (۶۴۴) کارخانې یې ورانې کړي دي. د دوی وینا ده چې په دې لړ کې د چاپو شمېر تر پېنځه زره اوړېدلی او شپږ زره (۶۰۰۰) کسان نیولی شوي هم دي.
د طالبانو د داخله وزارت ویاند زیاته کړه: "مونږ سل فیصده دعوه نشو کولی چې دا ختم شوي دي، ځکه خلک لا هم په خفیه توګه دا کارونه کولی شي. په دومره کم وخت کې دا کاروبارونه ټول ختمول، ممکن ندی. مګر مونږ یو څلور کلن سټراټېجیک پلان لرو چې په عمومي توګه مخدره مواد او په خاص ډول مېت (شیشه) به ختمه کړی شي."
په تېر نوامبر میاشت کې هم ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړی و او په کې یې لیکلي و چې افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنه کېدو راهیسي، د اپیمو په کرلو کې د یو کال مخکې په نسبت یې، تر ۳۲ فیصده پورې اضافه راغلې ده او همدا شان پس د هغه چې طالبان چارواکو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د اپیمو په کرلو بندیز ولګولو، د اپیمو بیعه لوړه شوې ده. د اپیمو د خرڅولو له درکه، د زارعینو آمدن په کال ۲۰۲۱ کې د ۴۲۵ میلینه ډالرو نه، کال ۲۰۲۲ کې ۱۴۰۰ میلینه ډالرو ته لوړ شو.
Forum