لاس رسیدونکی لینک

 
د جي-۲۰ ډلې مشرانو ګاندهي ته خراج تحسین وړاندې کړ
تازه خبر

د جي-۲۰ ډلې مشرانو ګاندهي ته خراج تحسین وړاندې کړ


د نړۍ د شلو اقتصادي طاقتونو ډلې یا جي-۲۰ مشرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د نوې ډیلي په راج ګهټ مېموریل کې، چې د هند د عدم تشدد غورځنګ مشر مهاتما ګاندهي ته ځانګړی شوی دی، هغه ته خراج تحسین وړاندې کړ.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په اېکس (پخواني ټوېټر) د ګاندهي احترام ته د نړۍ د مشرانو د ورتګ تصویرونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي: "په مشهوره راج ګهټ کې، د جي-۲۰ کورنۍ مهاتما ګاندهي ته خراج تحسین پېش کړو. داسې حال کې چې متنوع قامونه راپیدا کیږي، د ګاندهي جي لازوال نظریات، د یو هماهنګ، جامع، او خوشحاله عالمي آیندې دپاره زمونږ اجتماعي نقطه نظر رهنمایي کوي."

نړېوالو مشرانو چې سږ کال د هند په کوربه توب د جي-۲۰ په دوه ورځېني اجلاس کې برخه اخستې وه، د خالي/شنبې په ورځ اوکراین باندې د روس د یرغل په اړه د یوې مشترکې اعلامیې په جاري کولو اتفاق وکړ.

د اوکراین د جګړې په اړه دا اعلامیه، د تېرکال د اعلامیې په نسبت چې د انډونېشیا په بالي کې جاري شوې وه، ډېره نرمه لهجه لري. تېر کال جي-۲۰ اجلاس، په اوکراین باندې د روس حمله غندلې وه او په روس یې غږ کړی و چې د اوکراین نه دې خپل عسکر وباسي. سږکال د جي-۲۰ اعلامیې، په اوکراین کې د روس د دوامداره موجودیت غندنه نده کړې.

د هند دپاره، چې اوس مهال د جي-۲۰ ډلې مشري په غاړه لري، پر دې اعلامیې باندې د ډلې د ټولو غړو اتفاق یوه لاس ته راوړنه ده.

مګر د اوکراین د خارجه وزارت یو ترجمان، اولېګ نیکولېنکو په خپل فېسبوک باندې ویلي چې دا اعلامیه "څه د فخر وړ اعلامیه نده".

جي-۲۰ ډلې د خالي/شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افریقې اتحاد به د دوی نوی غړی وي. د هند وزیراعظم نرېندر مودي په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي: "دا به جي-۲۰ پیاوړې کړي".

جي-۲۰ ډلې د خالي/شنبې په ورځ یوه بله غونډه هم جوړه کړه کومې کې چې د مشرق وسطی او جنوبي ایشیا د اتصال یا نښلولو په مقصد د بین الاقوامي رېلونو او بندرونو منصوبه اعلانه شوه.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي وویل: "نن چې مونږ د رابطو جوړولو دغسې یوه ستره منصوبه پیلوو، د آینده نسلونو دپاره تخمونه کرو چې لوی خوبونه وپالي."

د دې منصوبې ترمخه، د منځني ختيځ ملکونه به د رېل ګاډو په ذریعه یو بل سره نښلول کیږي او بیا به ټول د بندرونو د لارې هندوستان سره وصل کیږي.

د امریکا صدر جو بایډن وویل چې دا منصوبه "په رښتیا سره ډېره لویه" ده چې د دوو براعظمونو بندرونه سره وصل کوي او کولی شي اثرات یې د منځني ختیځ په استحکام، خوشحالي، او یووالي کې اضافه راوستل وي. د بایډن وینا وه چې دا منصوبه همدا راز د صفا انرجۍ او صفا بجلۍ دپاره بې انتها فرصتونه راپیدا کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG