د هلال احمر نړېواله امدادي ډله وایي چې د اتوار او ګل په ورځو د لیبیا په ختیځو علاقو کې د بحیره روم نه راغلي ډانیل نومي توفان سره چې څه تېز بارانونه وشول، نتیجه کې یې سیلابونه هم راوتلي او له امله یې لږ تر لږه یو سل او پېنځوس (۱۵۰) تنان مړه دي او داسې رپوټونه هم شته چې ممکن سلګونه نور هم مړه وي.
په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې د لېبیا په بنغازي، سوسه، البیضاء، المرج، او دېرنه ښارونو کې د سیندونو په شان د اوبو ډکې لارې کوڅې ښکاره کوي.
د لېبیا د هلال احمر کمېټې یو ترجمان روئټرز خبري ادارې ته وویل چې په ختیځ ښار دېرنه کې د یوې ودانۍ د چپه کېدو له امله یو نیم سل (۱۵۰) تنان مړه شوي دي. د اوبو کچه درې متره لوړه شوې او چارواکي په دې باور دي چې د مړو شمېره به دوه نیم سوو (۲۵۰) ته لوړه شي.
دېرنه ښار کې چې آبادي یې قریب یو لک تنانو ته رسیږي، د مېډیا رپوټونه وایي چې دوه ډېمونه مات شوي او څو محلې بالکل اوبو له ځانه سره وړي دي.
د لېبیا نګران وزیراعظم اسامه حماد د هغه ملک المسار ټي وي ته ویلي چې صرف په دېرنه کې د دې ېره شته چې ښایي دوه زره (۲۰۰۰) کسان مړه شوي او زرګونه نور لادرکه شوي وي. هغه دېرنه ښار مصیبت ځپلې علاقه اعلانه کړه.
حماد دا ونه ویل چې دا شمېرې یې له کومه موندلي دي، او خبري ادارو هم ونشو کولی چې دغه شمېرې تصدیق کړي. لېبیا هېواد له سیاسي اړخه په دوه برخو تقسیم شوی چې په ختیځ او لویديځ کې یې دوه رقیب حکومتونه واک چلوي. د ۲۰۱۱ کال نه پس، کله چې د نېټو په ملاتړ پاڅون کوونکو د معمرالقذافي آمریت ختم کړ، لېبیا کې د سرکار له خوا عوامي خدمات سخت خراب شوي دي.
بل اړخ ته د بحیره روم نه راغلی د ډانیل توفان، د لیبیا له ځپلو وروستو د ګل/دوشنبې په ورځ د مصر په طرف روان و. د مصر د موسمي حالاتو ادارې خبرداری ورکړی چې ممکن بارانونه واوریږي او هوا سخته خرابه شي. ډانیل توفان تېره هفته په یونان کې هم مهلکه سیلابونه وبهول.
Forum