لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي او طالبان د ښځو د تعلیم او کار په اړه جلا لارې لري، سعودي مېرمنې پرمختګ کوي


افغانستان او سعودي عرب د شریعت په بنیاد د خپلو قانوني نظامونو او آمرانه حکومتونو له کبله مشهور دي، خو دواړه "اسلامپاله حکومتونه" د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په برخه کې پر جلا لارو روان دي.

په سعودي کې تر څو کلونو مخکې پورې لا ښځې له ډېرو ټولنیزو حقونو او ازادیو بې برخې وې، خو د امریکایي او سعودي چارواکو په وینا اوس پکې د ښځو د کار کولو کچه 37 فیصده ته لوړه شوې ده.

د لوړې ټیکنالوجۍ په صنعت کې د سعودي ښځو ګډون دومره زیات شوی چې په وروستیو کې د سعودي لپاره د امریکې سفیر مایکل رتني په ټوکه وړاندیز وکړ چې د امریکې د ټیکنالوجۍ مرکز «سیلیکان وېلي» کولای شي د ښځینه کاروبار د پرمختګ لپاره د سعودي عرب له هڅو اثر واخلي.

ښاغلي رتني په تېره جولای میاشت کې په یوه غونډه کې ویلي وو، "د سعودي د ټیکنالوجۍ په څانګه کې د افرادي قوت درېیمه برخه ښځې دي، چې دا زما د پوهې مطابق تر سیلیکان وېلي زیات شمېر دی".

په سعودي کې اوسمهال ښځې له ټیکنالوجۍ هاخواته هم د پرمختګ په حال کې دي او په سرکاري او غیرسرکاري کمپنیو کې څوکۍ تر لاسه کوي او په بېسارې کچه د مخکښۍ له روله پیل کوي.

له دې سره سره د هغو سعودي نجونو چې عمرونه یې له 15 تر 24 کلونو پورې دي د لیک لوست یا خوندګۍ کچه 99 فیصده ته رسېدلې ده چې دا یو مهم ګام دی.

په تېره مې میاشت کې خلابازه رایانه برناوي په تاریخ کې لومړنۍ عربه ښځه شوه چې خلا ته یې سفر وکړ.

ښځې د سعودي د فضایي کمیشن د خلابازانو علي القرني او رایانه برناوي عکس ته ګوري..
ښځې د سعودي د فضایي کمیشن د خلابازانو علي القرني او رایانه برناوي عکس ته ګوري..

سعودي د شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود په ګډون پینځه ښځینه سفیرانې هم ټاکلې دي چې په امریکا کې د سعودي عرب استازیتوب کوي.

په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د اټلانټیک کونسل او جارج ټاون پوهنتون په ګډه جوړه شوې غونډه کې مېرمن ریما بنت بندر السعود وویل: "نن په سعودي کې تر نارینه وو موږ ډېرې ښځې لرو چې اعلی ډګرۍ تر لاسه کوي".

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې په تېرو وختونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور نیوکې ورباندې شوې دي، خو اوس د یوې داسې اصلاحي او پرمختیایي ایجنډې د مشرۍ کرېډیټ ورکول کېږي چې د ښځو لپاره ډېر حقونه او د کار موقعې پکې شاملې دي.

پر دې هر څه برسېره سعودي د یوې زورواکه باچاهۍ په توګه پېژندل کېږي ځکه چې تر اوسه پورې لا په حکومت کې ښځینه وزیره او په شاهي عدالت کې ښځه نه لري او د هېواد د تقریباً ټولو چارو پرېکړې شاهي کورنۍ پخپله کوي.

خو بیا هم د بدلون تمه شته.

په عرب ګلف سټېټس انسټیټیوټ کې په څېړنې بوخته د پي ایچ ډي زده کوونکې سوسن سایکالي وایي، په سعودي کې اوس هم ډېرې ښځې شته چې د رهبرۍ رول تر سره کوي او زه هیله لرم چې له وخت سره به نورې هم زیاتې شي.

مېرمن سایکالي وي او اې ته وویل، "د سعودي حکومت یو شمېر هغه قوانین ختم کړي دي چې مخکې یې په ځینو برخو کې د ښځو د کار وړتیا محدوده کړې وه او د توپیري چلند او ځورونې خلاف یو شمېر قوانین یې هم منظور کړي دي".

د طالبانو شریعت:

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې بنیادي بشري حقونو او ازادۍ ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی، چې په هغه کې له اعلی تعلیم او کار کولو محرومه کېدل هم شامل دي او دغو بندیزونو ته د شریعت او کلتور جواز ورکړل شوی دی.

د افغانستان د ښځو د چارو مخکینۍ وزیره حبیبه سرابي په دې باور ده چې د طالبانو توندروه ایډیالوجۍ له لسیزو راهیسې د اسلامي توندروۍ له نړیوال کېدو سرچینه اخیستې ده چې وایي د خلیج په تېلو شتمنو هېوادونو خصوصاً سعودي عرب یې ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د ښځو د چارو مخکینۍ وزیره حبیبه سرابي.
د افغانستان د ښځو د چارو مخکینۍ وزیره حبیبه سرابي.

مېرمن سرابي‌ وي او اې ته وویل، "تر ډېرې اوږدې مودې پورې، د خلیج هېوادونو د اسلامي توندروۍ په برخه کې زیاته سرمایه کاري وکړه، خو اوس په خپلو غلطیو پوه شوي دي او د تهذیب پر جلا لاره یې سفر پیل کړی دی".

ګڼ شمېر اسلامي تنظیمونو، هېوادونو او کارپوهانو د طالبانو د حکومت پر ښځدوښمنه پالیسو نیوکې کړې دي او هغه یې د اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف بللې دي.

د طالبانو حکومت د سعودي عرب په رنګه د یو ناټاکل شوي مشر تر لاس لاندې چلېږي، چې بې حسابه او بې کنټروله واک لري او یواځې یو خدایي واک ته حساب ورکوونکی دی.

مېرمن حبیبه سرابي وایي، "، په کندهار کې ناست سړی [د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده] فکر کوي چې دی د خدای استازی دی او د انساني قوانینو پابند نه دی".

د طالبانو چارواکي تل دعوه کوي چې د ښځو اسلامي حقونه یې په شرافت او یواځیتوب کې پر ځای کړي دي او دا د دوی هغه بیان دی چې ډېر دیني‌ عالمان ورباندې شکمن دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ونهي عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي د نهې- سه شنبې په ورځ د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته وویل:

"موږ باید هغو خلکو [هېوادونو] ته غوږ ونه نیسو چې د ښځو د تعلیم نعرې وهي خو هغه ښځې تعلیم ته نه پرېږدي چې حجاب اغوندي".

د سعودي اغېز:

سعودي هم د نورې نړۍ غوندې تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د طالبانو له چارواکو سره یې اړیکې پاللې دي او هغوی اکثر چې حج او عمرې ته ځي له سعودي چارواکو سره هم ویني.

په تېره جون میاشت کې د حج د مراسمو په وخت د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په یو عکس کې ولیدل شو چې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره روغبړ کوي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په سعودي کې له شهزاده محمد بن سلمان سره.
د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په سعودي کې له شهزاده محمد بن سلمان سره.

شهزاده سلمان ته په سعودي کې د ښځو د حقونو د ملاتړ کرېډیټ ورکول کېږي، خو دا نه ده معلومه چې هغه د طالبانو د دفاع وزیر ته په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه څه مشوره ورکړې ده که نه.

په عرب ګلف سټېټس انسټیټیوټ کې د پي ایچ ډي زده کوونکې سوسن سایکالي وایي، "زه دا ضروري نه ګڼم چې موږ د یو هېواد د کارونو پېشبیني د بل د کارونو په وسیله وکړو. د افغانستان غوندې ملکونه د یو مذهب لرلو سره سره له سعودي بېخ جلا نظام لري".

مخکینۍ افغانه وزیره حبیبه سرابي وایي سعودي او نور خلیجي هېوادونه لکه قطر پر طالبانو باندې زښته زیات مذهبي، اقتصادي او سیاسي اغېز لري او دوی کولای شي طالبان مجبور کړي چې د ښځو په اړه سختې پالیسۍ نرمې کړي.

امریکایي چارواکو په تېرو دوو کلونو کې له سعودي او نورو اکثریتي مسلمانو هېوادونو په ټینګار سره غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو استازیتوب وکړي.

د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د دې کار د عادي کېدو مخه دې ونیسي چې د ښځو دښمنۍ ته دوام ورکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان هم په وار وار د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو بندیز غیراسلامي بللی او په روانه میاشت کې یې یو پلاوي په کابل کې یوه اوونۍ د طالبانو له چارواکو او دیني عالمانو سره په خبرو کې وغوښتل چې ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG