لاس رسیدونکی لینک

 
تورخم په اتمه ورځ بند: لنډي کوتل کې د پولې پرانیستو دپاره بیا احتجاجي مظاهره شوې
تازه خبر

تورخم په اتمه ورځ بند: لنډي کوتل کې د پولې پرانیستو دپاره بیا احتجاجي مظاهره شوې


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټه لاره، تورخم دروازه په اتمه ورځ هم تړلې پرته ده. د پولې پرانیستو د غوښتنې دپاره نن يو ځل بيا دروازې ته نزدې په لنډي کوتل بازار کې احتجاجي مظاهره شوې ده.

په احتجاجي مظاهره کې سوداګرو، ټرانسپورټرانو، سياسي او ځايي خلکو سره د پښتون ژغورنې غړو هم برخه اخیستې ده. درې ورځې وړاندې هم په لنډي کوتل کې دغه ډول مظاهره شوې وه.

يو سوداګر شاهد شينواري وايي، د تورخم دروازه د ځايي خلکو د روزګار زريعه ده، او په اربونو روپۍ د پاکستان خزانې ته هم تاوان اوړي ځکه دوی په پرامنه مظاهره کې د دروازې پرانستو غوښتنه کوي.

يو قبايلي مشر حاجي زړور وويل، د تورخم بندېدو له امله خلکو ته سخت تکليف دی، داسې خلک ايسار شوي چې مړي او بيماران ورسره پراته دي.

وي او اې ډيوه ته یې وویل، "مهرباني وکړه د تجارانو مېوې او سبزيانې خرابې وشوې د خلکو د کروړونو روپو تاوان وشو بارډر ازاد کړه د افغانستان نه هم غوښتنه کوو".

د ټرانسپورټ مشر حاجي عظيم الله وويل، "د تورخم بندېدو د لارې مو ټرانسپورټ ته سخت تاوان اوړي او که پوله خلاصه نه شوه بيا به مجبوره يو چې ټول روډونه به بندوو".

او د پاکستان پيپلز ګوند د خېبر ضلعې جنرل سيکرټري شاه رحمان وويل، "د احتجاجي غونډې د لارې په علاقه کې امن غواړو، د پاکستان او افغانستان دواړو نه غواړو چې په خپل مينځ کې کښېنئ او د دې علاقې د امن او سوکالۍ دپاره يو طريقه کار جوړ کړئ".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د تيرو اتو ورځو نه بارډر بند دی او د دې سره د لکونو خلکو روزګار تړل شوی دی د لکونو خلکو کورنۍ دې روزګار ته ناستې وې او مسلې یې زياتې شوي دي".

هغه زياته کړه، "د بارډر په حواله دې هیڅ قسمه داسې فېصله ونه شي چې د لکونو په شمېره کې خلک ترې متاثره شي ځکه په دواړو رياستونو کې بيا دا ګنجايش نشته چې دې لکونو خلکو ته روزګار ورکړي".

د تورخم دروازې په حواله د پاکستان او افغانستان کې واکمنو طالبانو کوم تازه بيان مخې ته نه دی راغلی.

خو په پوله د نښتې وروسته په نهم ستمبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول "د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي".

او په 11م ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي وو، د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو "بې دریغه ډزو ته لاس کړو".

په تورخم د شپږم ستمبر د پېښې په حواله طالبانو دعوه کړې وه خپل [افغانستان] لوري ته یې په پوله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې.

او پاکستان بيا ویلي وو، په شپږم ستمبر په پوله د پرامنه حل په ځای افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو ناتاره ډزې پېل کړې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG