لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لیبیا په سېلابونو کې تر 5000 د زیاتو کسانو د مړینې اټکل شوی، تر 30 زره زیات بې کوره شوي


د کډوالۍ نړیوال تنظیم د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي چې په لیبیا کې تر ګڼو بارانونو وروسته خونړیو سېلابونو د دې هېواد په ختیځ کې تر 30,000 زیات خلک بې کوره کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي دغه دېرش زره بې کوره شوي خلک ټول د لبنبان د زیاتې سېلاب ځپلې سیمې درنا اوسېدونکي دي، خو وایي د بنغازي سیمې په ګډون له نورو سیمو هم په زرګونو خلک بې ځایه شوي دي.

په لیبیا کې چې دوه مخالف حکومتونه له یوې لسیزې راهیسې د واک پر سر سیالي کوي، دا ګرانه ده چې په سېلابونو کې اوس د مړیو کره شمېر وښوول شي، خو ګومان کېږي چې تر 5,000 زیات کسان پکې مړه شوي دي.

د لیبا په ختیځ کې د هوابازۍ وزیر هیچیم ابو شکیوات رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې یواځې په درنا سیمه کې تر 5,300 زیات مړي شمېرل شوي دي.

په روم سمندر کې د ډېنیل په نوم راغلي توفان او سېلابونو درنا سیمه تر ټولو زیاته ځپلې ده چې دوه ډېمونه یې هم وړي دي.

په درنا ښار کې د طب یوې زده کوونکې فاطمه بلها وي او اې ته وویل، چې د دې ښار مرکز سېلابونو ډېر زیات تباه کړی دی:

"هر څه تللي دي، ودانۍ یې ټولې وړې دي، هر څه سېلابونو وړي دي، شاید سمندر ته یې وړي دي، موږ ودانۍ نه وینو".

فاطمه بلها وایي یوه ترور یې په دغه سېلاب ځپلې سیمه کې اوسېدله او اوس ورکه ده، "موږ نه هغه موندلای شو او نه یې بچي شته او نه یې مړي موندل شوي دي، هیڅ هم نه، حتی د دوی د کور ودانۍ هم نه شته، وړې یې ده بېخي شته نه".

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیواله مرسته کوونکې ادارې د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، چې په درنا ښار کې حالت ډېر خراب دی او نړیوالو مرستو ته ډېره شدیده اړتیا ده.

د منځني ختیځ او شمالي افریقې لپاره د ای ایف آر سي مرستندویه ادارې د اطلاعاتو د څانګې مشرې مي الصایغ پر ایکس [مخکیني ټویټر] ویلي، چې په درنا ښار کې د څښلو پاکې اوبه نه شته.

مېرمن الصایغ وایي په دې ښار کې طبي وسایل هم نه شته او په یواځیني روغتون کې هم د نورو ناروغانو لپاره ځای نه شته، هغه وایي دا مهال اوبو، سرپناه، طبي وسایلو، خوراک او ټولنیزې- نفسیاتي مرستې ته اړتیا ده.

د منځني ختیځ لپاره د ناروې د کډوالو کونسل د مېډیا سلاکار احمد بېرم د وي او اې خبریال جېمز بوټي ته وویل، چې لیبیا مخکې هم له کلونو راهیسې له چېلنجونو سره مخ وو او مالي مرستو ته یې اړتیا لرله:

"دا نه یواځې په درنا بلکې په ټوله لیبیا کې د لکونو خلکو لپاره ډېر دردوونکی حالت دی،‌ لیبیا له خپلو ګڼو ستونځو سره سره په میاشتو د رسنیو له سرلیکونو وتلې وه او اوس بیا پام ور اوښتی دی، د لیبیا بحران شاته پرېښوول شوی دی او اوس وخت دی چې بسپنه ورکوونکي هېوادونه ورسره مرسته وکړي".

د لیبیا ګاونډیو هېوادونو مصر، الجزایر، تیونس او ورسره ترکیې او متحده عرب اماراتو لیبیا ته د سېلاب ځپلو د ژغورنې ډلې او بشري مرستې لېږلې دي. د امریکې صدر جو بایډن ویلي، لیبیا ته به د مرسته کوونکو ادارو، د لیبیا د چارواکو او ملګرو ملتونو په همږغۍ مرستې ولېږي.

یادونه: د وي او اې له خبریالانو حسونه بېشو او جېمز بوټي سره سره ځینې معلومات له اسوسیېټید پریس او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي. دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG