لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن د سخت باران امکان له ایشیا کپ نه د پاکستان د وتلو اندېښنې زیاتې کړې دي


د ایشیا کپ یو ورځني کرکټ د سیالیو په سپر فور پړاؤ کې نن د زیارت-پنجشنبې په ورځ د پاکستان اؤ سريلنکا ترمنځ د کېدونکي مېچ یا سیالۍ په مهال د سخت باران راښکې کېدو امکان ښودل شوی دی.

که چرې د باران له امله نن د سري لنکا اؤ پاکستان تر منځ لوبه بې نتیجې پاتې شي نو په دې صورت کې به پاکستان د ایشیا کپ د سیالیو نه بهر شي اؤ د غوره رن ریټ له امله به د سري لنکا لوبډله پائ لوبه یا فاینل کې ځانله ځای جوړ کړي.

د موسمیاتو محکمې امکان ښودلی دی چې د زیارت په ورځ د کولمبو په پریماداسا اسټیډیم کې د سري لنکا اؤ پاکستان ترمنځ د سیالۍ پېل کېدو نه وړاندې باران راښکې کیدای شي.

د موسمیاتو محکمې له مخې نن د زیارت په ورځ‌ په کولمبو کې دباران 96 فیصدي اؤ د طوفاني باران 56 فیصدي امکان دی.

د موسمیاتو محکمې د مېچ د اننګز یا پاڼۍ په مهال دوه ځله د باران راښکې کېدو وړاندوېنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې وړومبی باران ماذیګر پینځه بجې اؤ بیا په دویم ځل د شپې اته بجې راښکې کیدای شي.

ډان ورځپاڼه کې د موسمیاتو محکمې د خپور رپورټ ترمخه نن د پاکستان اؤ سریلنکا تر منځ د سیالۍ په مهال د ورځې په پاڼۍ یا اننګز کې د باران 90 فیصده اؤ د شپې پاڼۍ کې 80 فیصده امکان دی.

پاکستان یوازې په هغه صورت کې د ایشیا کپ فاینل یا پائ لوبې ته وتلی شي چې قسمت پرې مهربان شي اؤ نه یوازې نن د لوبې په مهال باران ونه شي بلکې پاکستاني لوبډله سري لنکا ته هم ماتې ورکړي.

په تېره سیالۍ کې د هند نه په 228 منډو د ماتې خوړلو له امله د پاکستان رن ریټ یا پوزیشن زیات اغېرمن شوی دی اؤ په منفي 1.892 ولاړ دی خو د دې په پرتله بیا د سري لنکا رن ریټ بیا غوره ده اؤ په منفي‌0.2 ولاړ دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG