په هندوستان کې د کالجونو د سلګونو افغان زده کوونکو ویزې ختمې شوې دي او دوی په نوي ډیلي کې په احتجاجي مظاهره کې له دې هېواده غوښتنه کړې چې د دوی د ویزو موده دې وغزول شي چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
هند په تېرو کلونو کې د افغانستان غوندې هېوادونو په زرګونو بهرنیو زده کوونکو ته سکالرشپونه ورکړي دي چې د انډر ګرېجوېټ او پوسټ ګرېجوېټ ډګریو تر لاسه کولو لپاره لوړې زدکړې وکړي.
خو دغه زده کوونکي وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دوی له ممکنه انتقامه وېرېږي او د هېواد د اقتصادي بحران له کبله به د کار موقع پیدا نه کړي ځکه خپل ملک ته نه ستنېږي.
په نوي ډیلي کې د مظاهرې په وخت د افغانستان د زده کوونکو د تنظیم یو غړي ارسلان قیومي وویل، د هند حکومت نه دوی ته د نورو زدکړو وظیفه یا سکالرشپ ورکوي او نه په دې هېواد کې د کار کولو اجازه ورکوي:
"د هند حکومت د اوسني تعلیمي سېشن لپاره (چې په جولای کې پیل شوی دی) سکالرشپونه نه دي خپاره کړي او د ویزو له ختمېدو وروسته موږ مسلسل په ویره کې ژوند کوو چې پولیس به مو ونیسي".
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د کلتوري اړیکو د شورا «انډین کونسل فار کلچر ریلېشنز» مشر کمار توهین وایي، "موږ پوهېږو چې افغان زده کوونکي له ستونځو سره مخ دي او حکومت د دوی د اندېښنو په ختمولو کې سنجیده دی".
ښاغلی کمار وایي هیڅ یو زده کوونکی به نه مجبوره کېږي چې د هغه له خوښې پرته له هنده و ایستل شي او زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت به یې ژر د هغوی د سکالرشپ په اړه پرېکړه وکړي.
د هندوستان د کلتوري اړیکو شورا (ای سي سي آر) مخکې تقریباً 1,000 افغانانو ته د زدکړو لپاره د مالي مرستې وړاندیز کړی وو، چې په دې هېواد کې انډر ګرېجوېټ یا پوسټ ګرېجوېټ ډګریو لوړې زدکړې وکړي.
په دغو تعلیمي خرڅو کې افغان زده کوونکو ته د 25,000 او 28,000 تر منځ هندي روپیو میاشتنۍ وظیفه یا مالي مرسته شامله وه، چې د سبسیډۍ په بنیاد د ټیوشن فیسونه او سفري لګښتونه په پوره کړي.
خو دغه زده کوونکي وایي په تېرو دوو کلونو کې دې مالي مرستې ته په لاسرسي کې دوی له ستونځو سره مخ شوي، چې وایي ډېرو یې له دې کبله خپلې زدکړې پرېیښې یا نورو ملکونو ته تللي دي.
پروانه حسیني چې په 2016م کال کې د اعلی تعلیم لپاره هندوستان ته تللې، وایي "زه غواړم په هند کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړم، خو حکومت زموږ وظیفه نه ده جاري کړې".
افغان زده کوونکي نه یواځې له هېواده بهر بلکې په خپل هېواد کې دننه له هم له ستونځو سره مخ دي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه له 724 ورځو او پوهنتونونه یې له 264 ورځو بند دي او ډېر یې له هېواده وتلو ته مجبوره شوي دي.
Forum