لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا څخه په ماتې خوړو پاکستانۍ کرکټ لوبدله د اېشيا جام څخه بهر شوه


د اېشيا کرکټ جام، کپ سياليو کې پاکستانۍ لوبډلې تېره شپه ناوخته د سري لنکا نه په دوه وکټو ماتې خوړلې او فاينل يا پايلوبې ته د رسېدو نه پاتې شوې ده.

د اېشيا کپ پايلوبه به اوس د سري لنکا او هند لوبډلو ترمنځ کیږي. هند له دې وړاندې اووه ځله او سري لنکا شپږ ځله د اېشیا کپ اتلولۍ ګټلي دي.

د پاکستان او سري لنکا د تېرې ورځې سيالي د باران له امله ناوخته پېل شوې او د 50 په ځای 42 اوورونو ته راکمه کړی شوې وه.

د سيالۍ پچه ټاس پاکستانۍ لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې اخستی وو، په 42 اوورونو کې یې په اووه لوبغاړو سوځېدو 252 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې ټاکلی هدف په اته لوبغاړو سوځېدو په اخري بال پوره کړی او سيالي یې ګټلې ده.

او هم دې سره د پاکستانۍ لوبډلې د اېشيا کپ سفر تمام شوی دی.

که چرته پاکستانۍ لوبډلې ياده سيالي ګټلی پايلوبې ته به رسېدلی وی.

د اېشيا کپ د سوپرفور وروستۍ سيالي نن د هند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې خو ننۍ سيالي که هر څوک وګټي، د هند لوبډله پايلوبې ته رسېدلې ده.

د اېشیا کپ پايلوبه به په 17 ستمبر د هند او سري لنکا لوبډلو ترمنځ کيږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG