لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او چین د آینده عالمي نظام دپاره هر یو خپل خپل نظریات څرګند کړي دي


د نړۍ مشران په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې جنرل اسمبلۍ دپاره نیویارک ته راځي، او په داسې وخت کې، امریکا او چین چې په نړۍ کې د خپل اثررسوخ د پراخولو دپاره یو د بل سره په سخته مقابله کې دي، د آینده عصر د عالمي نظام په باب خپل مختلف نظریات ښکاره کړي دي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د شورو/چهارشنبې په ورځ د آینده دپاره د بایډن انتظامیې خیالات څرګند کړل او ویې ویل: "یو دور په ختمېدو دی، یو نوی نور په شورو کېدو دی."

بلېنکن وویل، امریکا د جمهوریتونو د پیاوړي کولو، د بشري حقونو فروغ ورکولو، او د اقتصادي ترقۍ پراخولو دپاره اتحادونه غټوي.

د امریکا خارجه وزیر د دې ترڅنګ چې په چین باندې یې نړۍ کې د آمریتي رژیمونو د ملاتړ کولو او په روس باندې یې د اوکراین خلاف د غیرجائز جنګ د پیل کولو په خاطر سختې نیوکې وکړې. بلېنکن اعلان وکړ چې امریکا به هغو ائتلافونه لا پسې پراخوي او پیاوړي کوي کوم چې جمهوریتونه تقویت کوي، د بشري حقونو د تحفظ هڅې کوي، او اقتصادي ترقي پراخوي.

په همدې حال کې، روانه هفته بجېنګ د عالمي انتظام د اصلاح او ترقۍ په اړه د خپل وړاندیز هم څرګند کړ. په دې وړاندیز کې چې په ۵۴۰۰ کلماتو کې لیکل شوی دی، راغلي دي: "بشریت یو ځل بیا په دو راهي کې درېدلی دی."

چین پخپل وړاندیز کې په نړېوالو تعلقاتو کې د لا زیاتې کثیر الجهتۍ یا مولټي لېټرالیزم مطالبه کړې او ویلي یې دي چې په کار ده په ملګرو ملتونو کې اصلاحات راوستلی شي او د سیکوریټي کونسل اصلي غړو کې دې اضافه راوستلی شي. د چین د پروپوزل په آخره کې راغلي دي: "په مشترک ډول به مونږ د بشریت دپاره یوه بهتره آینده جوړه کړو."

امریکا او چین دواړو دلچسپي ښودلې چې د عالمي نظام په سیسټم کې دې د ترقي پسنده ملکونو برخه زیاته کړی شي. دواړه یې په دې هم اتفاق لري چې د ملګرو ملتونو سیکورېټي کونسل دې لوی کړی شي. مګر همدا د کونسل د لویولو خبره، د دواړو ملکونو ترمنځ تود بحث راپارولی او د یوې خوا هم کوم پرېکنده اقدام نه لیدلی کیږي.

همدا شان د دواړو سپرپاورونو د حقیقي نیتونو په اړه شک او ګومانونه مخې ته راغلي دي.

امریکا کې د جورج واشنګټن یونیورسېټۍ د سیاست یو پروفېسر حسین عسکري وایي: "هغه څه چې دواړه اړخونه یې وایي، یو یې هم په رښتیا هغه ندي چې دوی یې غواړي."

عسکري وي او اې ته وویل چې د کثیر الجهتۍ د پوښ لاندې، ستر طاقتونه شاید د خپلو مفاداتو تحفظ او پراختیا غواړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG