لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مطالعې ترمخه د مهمو نقطو تلل ښيي زمکه د انسانيت د پاره د خپل محفوظ چلن د مدار نه بهر ده


واشنګټن- د يوې تازه مطالعې ترمخه د خپل صحت په اساس زمکه په نهو مهمو نقطو کې په شپږو کې د انسانيت د پاره د محفوظ چلن دمدار نه سېوا روانه او د پاتې درېو نقطو په دوو اړخونو کې په غلط رو روانه ده.

نړيوالو ساينس پوهانو يوې ډلې د شورو، چهارشنبې په ورځ په جرنل ساينس ايډوانسېز کې ليکلي د زمکې ماهوليات، شريک ژوند،خاوره، تازه اوبه، غذايي خچنوالی او انسان جوړ کړي ناشوني کيمياوي مواد لکه مايکروسافټ پلاسټېک او نيوکلير خځله ټول د ترتيب اوتنظيم نه بهر دي.

ياده سټډي وايي يواځې د سمندرونو تېزابيت، د هوا صحت او اوزون لير د محفوظه برخو په شمار کې راځي خو د سمندرونو او هواخچنوالی په غلط رو روان دی.

مطالعې شريک ليکوال جانسن راکسټرام چې د جرمني پوسټېم انسټيټيوټ فار کلايميټ ايمپيکټ ريسرچ ډايرېکټر هم دی وايي "مونږ پهډېر بد حال کې يو. مونږ په څېړنه کې ورښايو چې پلينېټ/زمکه مو توان بيلي او دا ناروغه مو ښه نه دی."

په کال 2009 کې راکسټرام او نورو تحقيق کونکو د ساينس په ناپ تول نهه بيلا بيلې داسې پراخه برخې جوړې کړې چې د زمکې د ټولپه ټوله صحت جاج پرې واخلي.

د شورو په ورځ خور کړل شوی رپورټ د کال 2015 نه راپه دې خوا تازه صورتحال ښيي او په دې کې شپږ نورې برخې

ورزياتې کړل شوي چې غير محفوظ ګڼل کيږي.

اوبه د عام محفوظه کچې نه اوس د لاسه وتونکې کچې ته تللي ځکه د سيندونو غورځنګونه بدليږي او د دې د مخنيوي د پاره کوم ښه ګامونهنه پورته کيږي او په مسله د پوره پوهېدو کمی دی.

اکسټرام وايي “دا پولې د زمکې د قسمت پرېکړه کوي. دا نهه لاملونه د نورو بهرنۍ مطالعو ترڅنګ په ساينسي بڼه په پوره توګه قوي کړلشوي”. هغه وايي که چرې زمکه د دې نهه لاملونو انتظام وکړی شي نو زمکه به قدرې محفوظه شي خو بد

بختي دا ده چې دا نشته.

ه ډېرو برخو کې دې ډلې د نورو ساينس پوهانو همکارانو نظر کتنې ته پام کړی چې د محفوظ حد د پاره ناپ تول وټاکي.

د مثال په توګه دپيرس کلايميټ ايګريمنټ د انډسټريل ټايم د وخت نه وړاندې د 1.5 ډګريز (2.7 degree Fahrenheit) په ځای دوی په هوا کې دکاربنډايکسايډ په يو ميلين کې 350 زرې کاروي. دې کال په هوا کې د

کاربنډايکسايډ 424 زرې موندل شوي چې تر ټولو لوړه کچه ده.

اکسټرام وايي دا نهه لاملونه د يو بل سره تړلي دي او کله چې ټيم دا يوبل نقل کونکي لاملونه کمپيوټر ته واچول نو دا

معلومه شوه چې لکهد ماحولياتو لا د شريک ژوند يو لامل خراب شي نو هغه د زمکې چاپېريال اغېزمنوي او چې يو لامل سم شي نو دا په نورو ښه اثر اچوي. “دا د زمکې لکه د سيموليټېډ (يو بل نقل کونکي) ټېسټ په مثال دی."

مېشيګن پوهنتون د ماهولياتو د څانګې ډين جناتن اووپېک چې پخپله د دې مطالعې برخه نه و خو وايي "د دې اثرات د زمکې د پاره ډېرخفه کونکي دي او خلکو پکار ده چې د دې په اړه انديښمن شي. دا څېړنه په دې متوازنه ده چې په ډاګه د خطرې نښان ښيي. خو دا ډېره زياته خطره نه ښيي."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG