د ملګرو ملتونو د خوراک د ادارې مشر وایي په داسې حال کې چې د خوړو غوښتنه پرله پسې زیاتېږي او د بشري مرستو لپاره فنډونه کمېږي، په نړۍ کې د لوږې له کبله تر 700 میلینه زیات خلک نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت ډوډۍ به وخوري که نه.
د خوراک د نړیوالې ادارې مشرې سینډي مککېن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، د بودیجې د کمښت له کبله یې اداره مجبوره ده چې پر میلینونو خلکو خوراکي مرستې بندې کړي او وایي "لا به نورې هم کمې شي":
"موږ اوس د یوه وخت او اوږدې مودې له یو لړ بحرانونو سره ژوند کوو چې نړیوالو بشري اړتیاوو ته به دوام ورکوي او دا د بشري ټولنې نوی حقیقت دی چې موږ به یې څو کاله له نتیجو سره مخ یو".
د ډبلیو ایف پي مشرې- چې د مړ شوي امریکایي سنېټر جان مکېن کونډه ده- وویل، اداره یې اټکل کوي چې تر 50 په زیاتو هېوادونو کې تقریباً 47 میلینه خلک له لوږې یو ګام شاته دي.
مېرمن سینډي مککېن ویلي، "تر 783 میلینه پورې خلک نه پوهیږي چې کله او آیا دوی به څه بیا وخوري هم که نه، د لوږې په منګولو کې د نښتو ماشومانو شمېر بېخي ډېر دی، تر پینځو کلونو کم عمر لرونکي 45 میلینه ماشومان اوس له شدیدې کم خوراکۍ سره مخ دي".
د خوراک نړیوالې ادارې د اټکل له مخې دغه 783 میلینه خلک د نړۍ په 79 هېوادونو کې دي چې وایي هره شپه په لوږه ویدېږي او وایي دا د نړۍ د ابادۍ د هرو لسو تنو یو تن جوړېږي.
د ډبلیو ایف پي په وینا سږ کال تر 345 میلینه ډېر خلک د خوراکي توکو له زیات ناخوندیتوب سره مخ دي، چې وايي په دې کې د 2021م کال له پیل راهیسې د کورونا وبا تر خپرېدو وړاندې تقریباً 200 میلینه کسان زیات شوي دي.
د ډبلیو ایف پي د اندازې له مخې په نړۍ کې د لوږې د زیاتوالي سبب جګړې، اقتصادي بحرانونه، د موسمي بدلونونو توندوالی او د سرې د بیو لوړوالی دی چې خلکو ته د مرګوني ترکیب غوندې سره یو ځای شوي دي.
دغه اداره وايي د کورونا وبا او په اوکراین کې د جګړې له کبله په ټوله نړۍ کې خوراکي توکي ګران شوي او د میلینونو خلکو له وسه وتلي دي، وایي د سرې د بیو زیاتېدو د جوارو، وریجو، سویابین او نورو غنمو پیداوار کم کړی دی.
د خوراک د نړیوالې ادارې مشره مېرمن مککېن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د نړۍ پر کاروباریانو ټینګار وکړ چې د بشردوستۍ په بنیاد پر ولسي- شخصي همکارۍ تمرکز وکړي، وایي مقصد یواځې مالي مرسته نه ده، بلکې له مجبوره خلکو سره د مرستې لپاره حل لاره لټول دي:
"زموږ ګډ چېلنج دا دی چې په لېوالتیا سره څو اړخیزې ملګرتیاوې زیاتې کړو، دا کار به موږ د دې وړ کړي چې په اغېزمنه توګه د لوږې او غربت مخه ونیسو او د اوږدې مودې لپاره بشري اړتیاوې کمې کړو".
د خوراک نړیوالې ادارې د ستمبر پر 13مه یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی وو او د دې. د مخنیوي لپاره یې سمدستي له نړیوالې ټولنې د یو ارب ډالرو غوښتنه کړې وه.
Forum