لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لیبیا کې د تېرې هفتې تباه کنه سیلابونو وروستو، د دوو ډېمونو د ماتېدو په اړه پلټنې پیل شوې


لیبیایي چارواکو د هغو دوو ډېمونو د ماتېدو په اړه پلټنې پیل کړي کوم چې د هغه هېواد په دېرنه ساحلي ښار کې یې مرګونی او تباه کنه سیلاب راووړ او ګڼ شمېر کسان یې مړه کړل.

د لېبیا هلال احمر کمیټې ویلي چې په دېرنه کې د وروستي سېلاب له امله د مړو شوو کسانو شمېر یوولس زره و درې سوه (۱۱۳۰۰) ته رسېدلی دی.

د سیلاب وړو کسانو د جسدونو د موندلو کار لا هم روان دی او ډېر مړي چې اوبو له ځانه سره وړي و، د دېرنه ښار نه لسهاوو کلومټره لېرې پیدا شوي دي.

دا عظیم سیلاب هغه وخت وبهېدلو چې د سختو بارانونو او سمندري طوفان له امله دوه ډېمونو کې اوبه ډېرې زیاتې شوې او بیا دا ډېمونه مات شول او ډېر کلي او کورونه یې له ځانه سره یووړل.

اوس چې لیبیایي چارواکو د ډېمونو د ماتېدلو په باب پلټنې پیل کړي، دا واضحه نده چې د کلونو کلونو افراتفرۍ ښکار لېبیا کې به دا پلټنې څنګه مخې ته ولاړې شي. لېبیا کې په کال ۲۰۱۱ کې د نېټو په ملاتړ پاڅون وشو چې په نتیجه کې یې د معمر القذافي آمریت ختم او هغه پخپله ووژل شو.

په تېرو څو کلونو کې لېبیا کې دوه رقیب حکومتونه واک چلوي، یو یې د لیبیا په ختیځ کې او بل یې په لوېدیځ کې، چې هر یو سره یې طاقتوره ملېشې او د ځینو نړېوالو ملاتړ موجود دی.

د داسې یو غیریقیني صورتحال په نتیجه کې، د لېبیا اهمو بنیادي اډانو ته توجو نده شوې او په عین وخت کې شدید موسمي واقعات هم سېوا شوي دي.

تېره هفته د بحیره روم نه راغلي ډانیل نومي طوفان له امله سخت بارانونه وشول چې له امله یې د لېبیا په ختیځو سیمو کې مرګونی سیلاب راغی. د دوو ډېمونو ماتېدو له وجې، په دېرنه ښار کې دننه داسې یو سېلاب یو دم راغی چې د اوبو جګ والی په کې څو مترو ته رسېدلو.

د لېبیا هلال احمر کمیټۍ وایي چې د یوې هفتې په تېرېدو، لا هم څه باندې لس زره کسان په دې سیلاب کې لادرکه دي او دوی په خټو کې د جسدونو د پیدا کولو کوششونه جاري ساتلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG