لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د اېشيا کپ کرکټ ټورنامنټ وګټلو


د اېشیا کرکټ جام/ کپ [2023] اتلولي د هند لوبډلې وګټله، پايلوبه کې د هند لوبډلې د سري لنکا لخوا ټاکلی هدف 51 رنزونه بې د کوم لوبغاړي اوټ کېدو پوره کړو او په لسو وکټو یې د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې ټاکلی هدف په شپږو اوورونو او يو بال پوره کړو.

د پايلوبې پچه/ ټاس د سري لنکا لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې اخستی وو.

د سري لنکا ټوله لوبډله په 15 اوورونو او دوه بالونو اوټ شوې او 50 رنزونه یې جوړ کړي وو.

د سري لنکا شپږ لوبغاړي په صفر اوټ شوي او تر ټولو زيات 17 رنزونه پکې کوشل مينډيس کړي وو.

د هند محمد سراج اووه اوورونه کړي، شپږ لوبغاړي یې سوځولي او 21 رنزونه یې ورکړي وو، هرديک پانډيا درې په دوه اعشاريه دوه اوورونو کې درې رنزونه ورکړي او درې وکټې یې اخستې وې.

هند له دې وړاندې اووه ځله او سري لنکا شپږ ځله د اېشیا کپ اتلولۍ ګټلي دي.

د اېشيا کپ په سياليو کې د هند او سري لنکا سره د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او نيپال لوبډلو برخه اخستې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG