لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا انتظامیه: امریکایي عسکر او د هغې مېرمنې ته د یوې یتیمې افغانې نجلۍ د پاللو اجازت ورکول، د نړېوالو قوانینو خلاف ورزي بلل کیدی شي


جاشوا مسټ او مېرمنې یې یوه یتیمه افغانه نجلۍ د خپلې لور په توګه ساتلې ده
جاشوا مسټ او مېرمنې یې یوه یتیمه افغانه نجلۍ د خپلې لور په توګه ساتلې ده

د امریکا انتظامیي د ورجنیا ریاست یو جج ته خبرداری ورکړی چې که یو امریکایي عسکر ته د افغانستان د جګړې د یوې یتیمې ساتلو اجازت ورکړي، نو دا به "د نړېوالو قوانینو خلاف ورزي او په نړۍ کې د ماشومانو د نړېوالې اغواګرۍ حمایت" وګڼلی شي. دا خبره د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې په خفیه عدالتی دستاوېزاتو کې لیدلې ده.

امریکا کې فډرل انتظامیه د ماشوم اخستو په قضیو کې اکثره مداخلت نه کوي، خو د افغانې یتیمې ماشومې قضیه د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ، او بیا اوسني صدر جو بایډن انتظامیو پام ځان ته اړولی دی.

په عدالتی دستاوېزاتو کې د امریکې د عدلیې وزارت ویلي چې د دې افغانې ماشومې د ساتنې لانجه، د ورجینیا د یو ځایي عدالت له حده وتلي نتایج درلودلی شي.

د امریکا د عدلیې وزارت سرکاري وکیلانو عدالت ته په دستاوېزاتو کې ویلي چې که دا څلور کلنه یتیمه ماشومه خپلو رشته دارانو ته ونه سپارلی شي، دا به د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو چارې اغېزمنې کړي، د امن نړېوالې معاهدې به د خطرې سره مخ کړي، او ممکن د اسلامي تندلارو له اړخه د پروپګېنډه په توګه هم استعمال کړی شي.

د امریکا د مېرین یا سمندري پلیو ځواکونو غړی، مېجر جاشوا مسټ او مېرمنې یې د ۲۰۲۱ کال راهیسي دا یتیمه افغانه نجلۍ د خپل لور په حیث ساتلې ده او په دې باندې عدالتي لانجه روانه وه. اوس د امریکا د عدلیې وزارت د ورجنیا د یو جج په فیصلې باندې سخت تنقید کړی چې څنګه یې د مېجر جاشوا مسټ او د هغه د ښځې خبرې قبولې کړي دي.

د عدلیې وزارت په دستاوېزاتو کې لیکلي چې عدالت د یاد پوځي افسر "قصدي غلط بیانۍ" منلي او دا یې په پام کې نده نیولې چې په غیرقانوني توګه امریکا ته د ماشومانو د راوستلو مخه ونیولی شي.

د عدلیې وزارت سرکاري وکیلانو په عدالتي دستاوېزاتو کې، چې د خارجه وزارت او دفاع وزارت چارواکو هم ورباندې دستخط کړی دی، لیکلي دي: "مسټ (مېړه اوښځې) چې دې ماشومې، د هغې کورنۍ او امریکا ته څه ضرر رسولی دی، هغه دوامداره دی. تر ټولو ځوروونکې خبره دا ده چې دا ماشومه تر نن ورځې پورې هم د مسټ کورنۍ سره پاته ده."

د دې ماشومې مور او پلار په ۲۰۱۹ کال کې د امریکایي قواوو په یوه بمبارۍ کې وژل شوي و. جاشوا مسټ چې په افغانستان کې په لنډ مهاله مېشن تللی و، دا ماشومه د امریکایي پوځیانو په یو هسپتال کې ولیدله، او بیا یې عزم وکړو چې دا به د خپلې لور په حیث امریکا ته راولي.

د یتیمې نجلۍ رشته داران د هغې سره امریکا ته راغلل، خو مسټ او مېرمنې یې دا نجلۍ ورنه واخسته چې دوی به یې پالي. رشته دارانو یې عدالت کې شکایت وکړ، خو عدالت تر اوسه د جاشوا مسټ په حق کې دی او یتیمه نجلۍ لا د هغه او مېرمنې سره یې ژوند کوي.

د مسټ کورنۍ او د نجلۍ رشته دارن په دې اړه له میډیا سره خبرو کولو نه منعه کړی شوي دي. د دوی وکیلانو هم مطبوعاتو ته څه بیان نه دی ورکړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG