لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي فایز عیسا:د مارشل لا د دور د عدالتي فېصلو نه بلکې د ایین پابند یم


د پاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل د سپریم کورټ دننه د چیف جسټس له لوري له خپله انده د نوټس اخستنې اؤ د بینچ جوړولو د قانوني مسودې پرضد د اپیلونو اوریدنه نیغ په نیغه په سرکاري ټي وي ښودل شوې ده.

د اورېدنې په وخت چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي چې هغه د سپریم کورټ د فیصلو نه بلکې د ایین تابع دی.

هغه ویلي پارلیمان د ولس منتخب اداره ده اؤ هغه د مارشل لاء د دور د عدالتي فیصلو پابند نه دی که نور څوک یې پابند وي نو وي به.

د "سپریم کورټ میں پریکټس اینډ پروسیجر"په نوم په قانون د سپریم کورټ د پخواني مشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ کې د سپریم کورټ اته کسیز بینچ په 13م اپریل عملدر امد ودرولی ؤ.

د عطاء بندیال د ریټایرډ کیدو نه وروسته چې پرون د ګل په ورځ د سپریم کورټ سینئیر جج قاضي فایز عیسا د سپریم کورټ د نوي چیف جسټس په توګه لوړه وکړه نو هغه په وړومبۍ ورځ د دغه قضیې د اوریدنې ته د سپریم کورټ ټول ججان کښېنول اؤ نن چې د مشر قاضي په مشرۍ د سپریم کورټ دننه 15 ججان د یادې قضیې اوریدنه کوي نو په تاریخ کې په وړومبي ځل عدالتي کارروایي نیغ په نېغه په سرکاري ټي وي ښودل شوې ده.

د اوریدنې په مهال چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي د فل کورټ په غونډه کې د فل کورټ د اورېدنې منظوري ورکړل شوې ده اؤ ولس له دوي ځڅخه د 57 قضیو فیصلې غواړي.

د خواست اوریدنې په مهال د خواست کووونکي وکیل طارق رحیم عدالت ته ویلي چې سپریم کورټ د فل کورټ له لارې خپل رولز جوړ کړي وؤ خو پارلیمان د سپریم کورټ په رولز یا قاعدو کې مداخله کړې ده.

په دغه موقعه جج اطهر من الله د وکیل نه پوښتنه کړې ده چې خواجه صیب ایا په ماضي کې څه کیدل ته د هغې مرسته کوې؟ همدا شان چیف جسټس هم د وکیل نه پوښتلي دي چې روښانه کړي باید دا ټول قانون سم نه ؤ که یوازې څو شقونه یا مادې یې سمې نه وې؟

جج اطهر من الله د اوریدنې په وخت ویلي د اختیاراتو اؤ طاقت ذکر په قانون کې نشته اؤ مشر قاضي ویلي چې سپریم کورټ پخپله اختیار لري چې هغه خپل اختیارات پکار راولي ،

هغه له وکیل پوښتلي ایا ته دا ګڼې چې د سپریم کورټ رولز 1980 د ایین سره په ټکر دي؟

جج منیب اختر ویلي دي چې د ایین ارټيکل 184/3 قضایي طاقت دی اؤ د عدالت د اختیاراتو د کارولو د مخنیوي هڅه شوې ده.

جسټس منصور علي شاه له وکیل پوښتلي خواجه صیب ستا بحث په څه دی، زه ستا په دې خبره پوهه شوم چې که دا هر څه فل کورټ کوي خو سم دي اؤ که پارلیمان یې کوي نو بیا دا کار ناسم دی .

ججې مسرت هلالي پوښتنه کړې ده چې ایا د قانون سازۍ له لارې د چیف جسټس اختیارات غیر موثر کیدای شي ، جسټس جمال مندوخیل هم له وکیل پوښتنه کړې ده چې د قانون سازۍ له لارې د چیف جسټس اختیارات ختم کړل شوي که نه د سپریم کورټ؟

د اورېدنې په وخت مشر قاضي ویلي چې هغه د سپریم کورټ د فیصلو نه بلکې د ایین تابع دی.

هغه ویلي پارلیمان د ولس منتخب اداره ده اؤ هغه د مارشل لاء د دور دعدالتي فیصلو پابند نه دی که نور څوک یې پابند وي نو وي به.

د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجر قانوني مسوده کې څه دي؟

د پاکستان پارلیمان په اپریل کال 2023م کې د سپریم کورټ پرېکټس اېنډ پروسیجر په نوم د قانوني مسودې منظوري ورکړې وه

د دې قانوني مسودې له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې به د دریوؤ‌ سینئیر ترین ججانو کمیټي د مشر قاضي له خپله انده د نوټس اخستو پرېکړه کوي .

ترمیمي قانوني مسوده کې ویل شوي چې د هر رقم اییني تشریح لپاره به کمیټي د ججانو پینځه کسیز بینچ جوړوي. اؤ د ارټيکل 184 له مخې به هره معامله وړومبی د دغو ججانو د کمیټې مخې ته راوړل کیږي.

د قانوني مسودې له مخې د سپریم کورټ له خپله انده د نوټس اخستو پرضد به د اپیل حق هم وي اؤ له خپله انده د هر نوټس پر ضد به یوه میاشت کې دننه اپیل کیدلی شي.

قانوني مسوده کې راغلي چې کله له خپله انده د نوټس پر ضد اپیل وشي نو په دوو اوونیو کې دننه به دغه اپیل اوریدل کیږي.

ترمیمي قانوني مسوده کې ویل شوي چې دا قانون به د سپریم کورټ اؤ هایکورټ په فیصلو لاګو کیږي یا تطبېقیږي.

په عدالتي اصلاحاتو کې د ترمیمي قانوني مسودې له لارې د چیف جسټس له لوري د بینچ حوړولو د اختیار محدودولو وړاندیز هم ورکړل شوی دی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG