د پښتو وتلې سندرغاړې نازيه اقبال وايي د هغې پر دوو ماشومو لوڼو خپل سکه ماما (د نازيه اقبال ورور) جنسي تېری کړی دی.
د نازيه اقبال په رپوټ پوليسو د هغې ورور افتخار نیولی او وايي د طبعي معاينې نه ثابته شوې چې د نازیه اقبال په لوڼو جنسي تېری شوی دی.
په پاکستان کې په دې وروستيو کې په ماشومانو د جنسي د تيريو په پېښو کې زياته اضافه ليدل شوې او شمېرې ښايي چې په تيرو پينځه ؤ کالونو کې خواؤشا ۱۸۰۰ ماشومان د جنسي تيريو ښکار شوي دي.
سندر غاړې نازيه اقبال چې په اسلام اباد کې استوګنه لري پوليسو ته يې ويلي هغه او مېړه يې زياتره وخت د خپلو فني بوختياؤ په لړ کې د کوره بهر وي او د خپل کور د څارنې او ماشومانو د پالنې دپاره يې خپل ورور افتخار علي له سواته راوستی وو.
نازيه اقبال وايي ماشومانو لوڼو يې ورته له ډېرو ورځو ويل چې ماما يې هغوي ته لوڅ فلمونه ښايي او ګواښونه ورته کوي چې که چاته يې دغه حال وويلو نو وبه يې وژني.
نازيه اقبال پوليسو ته ويلي چې تېره ورځ کله هغه سهار وختي د ناشتې يا سباناري تیارولو دپاره د خپلې خونې رابهر شوه نو د ترڅنګ خونې نه يې د خپلې وړې لُور د ژړا غږ تر غوږو شو.
هغې ويلي چې کله د ژړا په دغه غږ پسې د بچو خونې ته وردننه شوه نو وې ليدل چې د هغې ورور افتخارعلي يې په ماشومه لُور جنسي تيری کوي.
نازیه اقبال وايي چې کله يې د هغې په چغو مېړه هم رابېدار شو نو ورور يې له کوره وتښتېدو.
د اسلام اباد د روات پوليسو د نازيه اقبال په خواست د هغې د ورور پرضد مقدمه درج کړې او د دغه تاڼې مشر (اېس اېچ او) شېخ خذرحیات ميډيا ته ويلي چې د دواړو ماشومانو جينکو طبي معاينه شوې او ډاکټرانو په لمړي راپور کې په هغو د جنسي تيري پخلی کړی دی.
د پوليسو دغه مشر ويلي چې د جنسي تيري دغه نمونې يې ترلاسه کړي او د ډي اېن ای ټیسټ دپاره به يې لاهور ته ليږي.
پوليس مشر ويلي په جنسي تيري تورن ملزم افتخارعلي يې نيولی دی او هغه په لمړنيو پلټنو کې د خپل جرم اعتراف کړی دی.